نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولایت د لښکرګاه ښاروالۍ ښاریانو ته د حساب ورکووني، د خپلو روانو پروژو او راتلونکي مالي کال د پلانونو په اړه د هلمند په سټار هوټل کي غونډه جوړه کړې وه. په دغه غونډه کي د لښکرګاه ښاروالۍ د محترم ښاروال حاجي احمد سعید (انصاري) ترڅنګ د لښکرګاه ښاروالۍ اداري کارکوونکو، […]
نن د هلمند ولایت د لښکرګاه ښاروالۍ ښاریانو ته د حساب ورکووني، د خپلو روانو پروژو او راتلونکي مالي کال د پلانونو په اړه د هلمند په سټار هوټل کي غونډه جوړه کړې وه.
په دغه غونډه کي د لښکرګاه ښاروالۍ د محترم ښاروال حاجي احمد سعید (انصاري) ترڅنګ د لښکرګاه ښاروالۍ اداري کارکوونکو، د ګذر وکیلانو، امرینو، مدیرانو، د ګڼو دولتي ادارو مسؤلینو او د ښار اوسېدونکو ګډون کړی وو.
د غونډي پیل د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وسو وروسته لښکرګاه ښاروال خپله وینا پیل کړه نوموړي د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې دغونډي ګډونوالو ته زیاته کړه چي خوښ یو چي په داسي غونډه کي مو ګډون راسره کړی چي ستاسي ددوکانو او مارکیټونو د صفایي محصول د یوې یوې افغانۍ حساب درکول کیږي.
وروسته د انجینر محمد عباس (زیرک) له لوري ترتیب سوی پریزینټېشن وړاندي سو، نوموړي پخپل جوړ سوي پرزېنټېشن کي د صفایي محصول یا ښاري خدماتو د ټیکس په اړه معلومات وړاندي کړل، نوموړی ددغه ټیکس په اړه د ښاریانو د پوښتنو په ځواب کي وویل چي په دغه راټولو سوو پیسو لښکرګاه ښاروالي ښاري خدمات وړاندي کوي، سړکونه جوړوي، په ښار کي څراغونه نصبوي، چرۍ جوړوی او د ښاري پرمختګ لپاره د ګڼو نورو کارونو د مصرف لپاره یې کاروي، همداراز یې د امارت په راتګ سره د لښکرګاه ښاروالۍ د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندي کړل، نوموړی وویل چي د امارت په راتګ سره د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د شنه کمربند درېدلي کارونه بیرته پیل سوه، هره ورځ ۶۶ موټره کثافات له ښار څخه وزي، ۱۲۰ سولري پایې نصب سوي، په ښار او اړونده حوزو کي د پلچکونو د جوړولو او د سړکونو داغ ګیرۍ سوي، ددوهمي ناحیې اړوند ۶۰۰ متره نوي چرۍ جوړي سوي او دې ته ورته د نورو کارونو او فعالیتونو په اړه یې د غونډي ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل.
همداراز د ښاغلي زیرک له لوري په راتلونکي ۱۴۰۱ مالي کال کي د پیل کېدونکو پروژو په اړه معلومات وړاندي سوه، نوموړي وویل چي لښکرګاه ښاروالي به په راتلونکي مالی کال کي ۲۰ پروژې پیل کړي چي له جملې یې د ۱۵۰۰۰۰ متره مربع په اندازه د سړکونو داغ ګیري، د ښار د لسګونو پارکونو لپاره د اجناسو خریداري، د ښار په مختلفو ناحیو کي د ۵ سیټه زنانه او مردانه تشنابونو جوړول، د ۱۶ کېلومتره چریو جوړول، ۶۸ سیخداره کانکریټي پلچکان جوړول، د هلمندي ورزشکارانو لپاره د جمنازیوم جوړول او ګڼي نوري پروژې یادولای سو.
وروسته د لښکرګاه ښاروالۍ د عوایدو مدیر د ۱۴۰۰ مالي کال د عوایدو په اړه معلومات وړاند کړل نوموړي وویل لښکرګاه ښاروالۍ په ۱۴۰۰ مالی کال کي څه باندي ۷۹ میلیونه ثابت او غیري ثابت عواید راټول کړي. ورپسې د محاسبې مدیر سیلاني صاحب د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې د مصرف او سپما په اړه د غونډي ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د غونډي په وروستیو کي د لښکرګاه ښاروالۍ ځینو کارکوونکو، امرینو او مدیرانو ته ستاینلیکونه ورکړل سوه او د ویاړ بګړۍ ور پرسر سوې. غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېد.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۲ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.