د لښکرګاه ښاروالۍ له خوا په لښکرګاه ښار کي تر ۱۲۰۰۰ زیات نیالګي اېښودل سوي دي:

  د هلمند ولایت دلښکرګاه ښاروالۍ د آبیارۍ او سرسبزۍ مدیر  وویل چي په لښکرګاه ښار کي یې تر ۱۲۰۰۰ زیات بېلابېل  نیالګي کښینولي او دا لړۍ لا هم د لښکرګاه ښار په مختلفو سېمو کي دوام لري. نوموړي داڅرګندوني سي تري جامع جومات کي د بست پوهنتون سره په همږغۍ د نیالګیو ایښودولو کمپاین […]

 

د هلمند ولایت دلښکرګاه ښاروالۍ د آبیارۍ او سرسبزۍ مدیر  وویل چي په لښکرګاه ښار کي یې تر ۱۲۰۰۰ زیات بېلابېل  نیالګي کښینولي او دا لړۍ لا هم د لښکرګاه ښار په مختلفو سېمو کي دوام لري.

نوموړي داڅرګندوني سي تري جامع جومات کي د بست پوهنتون سره په همږغۍ د نیالګیو ایښودولو کمپاین پرمهال وکړې.

لښکرګاه ښار د سي تري سیمي په لوی جامع جومات کي نن د بست پوهنتون په همکارۍ دلښکرګاه ښاروالۍ لخوا ۳۵۰ نیالګي کېښودل سوې.

د لښکرګاه ښاروالۍ د آبیارۍ مدیر عبدالغفور امیري د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل چي په دې جامع جومات کي د بست پوهنتون په مالي لګښت  ۳۵۰ میوه لرونکي او غیري میوه لرونکي نیالګي کېښودل.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چي د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د ښار په مختلفو جادو ، عامه تاسیساتو او واټونو کي تر ۱۲۰۰۰ زیات نیالګي د ښار د ښکلا او چاپیریال د پاکوالي  او سمسورتیا په خاطر ایښودل سوي دي چي دا لړۍ لا هم دوام لري.

د نیالګیو د اېښودلو په کمپاین کي د بست پوهنتون په استازیتوب حضرت عمر شیرزاد خبري وکړې او زیاته یې کړه چي بست پوهنتون کوښښ کوي چي د ښاروالۍ سره په همږغۍ په عامه او تفریحي ځایونو او واټونو کي نیالګي کښینوي ترڅو خلګو ته له دې لاري  پوهاوی او پیغام ورکړي چي د نیالګیو روزنه او  پالنه یواځي دښاروالۍ دنده نه بلکي د ولسونو دنده او مسولیت هم دی.

د لښکرګاه ښار اوسیونکو د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال د بست پوهنتون او لښکرګاه ښاروالۍ دا ګام وستایه او زیاته یې کړه چي د ښار د ښکلا او چاپیریال د ساتلو په موخه باید خلګ پخپلو کورونو،  عامه تاسیساتو  ،جادو او واټونو کي نیالګي کښینوي او خپل د وطندوستۍ مسولیت ادا کړي.

د یادوني وړوده چي هلمند کي هر کال په سلګونه زره نیالګي ویشل او ایښودل کیږي چي په ډېره کمه اندازه يي بیا زرغونيږي د لښکرګاه ښاروالۍ مسولینو له خلګو غوښتنه وکړه چي د  نیالګیو تر کښېنولو وروسته يي د روزني برخي ته هم پوره پاملرنه وکړي .

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۹ هــ ق