نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ د هلمند د امربالمعروف نهي عن المنکر ریاست له خوا د سرحدي کنډک او خاص قطعې په مرکزونو کې بېلابېلي اصلاحي او تربیتي غونډي وشوي غونډي د معمول سره سم د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوې.وروسته د امربالمعروف نهي عن المنکر ریاست له خوا دراغلي پلاوي […]
تېره ورځ د هلمند د امربالمعروف نهي عن المنکر ریاست له خوا د سرحدي کنډک او خاص قطعې په مرکزونو کې بېلابېلي اصلاحي او تربیتي غونډي وشوي
غونډي د معمول سره سم د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوې.وروسته د امربالمعروف نهي عن المنکر ریاست له خوا دراغلي پلاوي مشر محترم سعد مولوي صاحب مجاهدینو ته اصلاحي بیان وکړ.
نوموړي وویل چې جهاد یو سترعبادت دی.او د اسلامي نظام د احیاء او بقا لاره ده.نو په کار ده چې د خپل تېرجهاد لاس ته راوړني وساتو او د راتلونکي دپاره د نظام د لا ښه بهبود دپاره کار وکړو.
هغه مجاهدین د نیتونو اصلاح،تقوا،د امرائو اطاعت،د بیت المال حفاظت او د عام ولس سره وښه چلند ته تشویق او را وبلل.او په دې اړه یې ارزښتناکه خبري وکړې.
غونډي د اختتامیه دعاء په کولو سره پای ته ورسېدلې.
نېټه:۱۴۴۳/۵/۱۶ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.