د لویدیځ زون ولایتونو د عدلیې ریاست کارکوونکو ته ۴ ورځنی سیمینار پیل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د هرات ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي جانان خادمي په حضور سره د لویدیځ زون د ولایتونو د عدلیې ریاست امرینو او کارکوونکو له پاره څلو ورځنی سیمینار جوړ کړ. په دغه سیمینار کې چې د هرات ولایت په عدلیې ریاست […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۹) د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د هرات ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي جانان خادمي په حضور سره د لویدیځ زون د ولایتونو د عدلیې ریاست امرینو او کارکوونکو له پاره څلو ورځنی سیمینار جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې چې د هرات ولایت په عدلیې ریاست کې جوړ شوی، د باغیس، غور، فراه، نیمروز او له هرات ولایتونو څخه ۲۶ تنو چې په هغو کې د ولایتونو د عدليې ریاستونو امرین او کارکوونکي شامل دي، ګډون کړی دی.
په دغه سیمینار کې چې د چهارشنبې تر ورځي په دوام ومومي، په اداري او مسلکي برخو کې ( اداره او مدیریت، د پلان طرحه او ترتیب او اداري مراسلات) په څېر تدریس کیږي.