نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې مخکې د لوګر والي مالېخان او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ عمومي وضعیت یې و ارزاوه. په دې سفر کې د لوګر والي حاجي مالېخان د محمدآغې ولسوالۍ نظامي ولسوال مولوي ميرهاشم حزبالله، ملکې ولسوال مفتي حماس، د محکمې مسوول مولوي بدرالدينخيالي […]
نن له غرمې مخکې د لوګر والي مالېخان او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ عمومي وضعیت یې و ارزاوه. په دې سفر کې د لوګر والي حاجي مالېخان د محمدآغې ولسوالۍ نظامي ولسوال مولوي ميرهاشم حزبالله، ملکې ولسوال مفتي حماس، د محکمې مسوول مولوي بدرالدينخيالي او د دې ولسوالۍ ښاروال مولوي ګلابمصطفى سره وکتل. لومړیو کی د محمدآغې ملکې ولسوال مفتي حماس د لوګر والي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د محمدآغې ولسوالۍ په بشپړ امنیت کې ده او هیچا ته ګواښ نشته. د محمدآغې ولسوالۍ نظامي ولسوال، مولوي ميرهاشم حزبالله هم د هېوادوالو او په ځانګړي ډول د کابل_لوګر د لويې لارې د امنيت په ټينګښت کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه. د لوګر والي حاجي مالېخان وويل؛ محمداغې ولسوالۍ د لوګر ولایت یوه له مهمو ولسوالیو څخه ده. د لوګر والي مالېخان د محمد اغې ولسوالۍ امنیتي مسوولینو ته په خطاب کې ټینګار وکړ، چې د هېوادوالو د ژوند خوندیتوب د دوی د کاري پلانونو په سر کې دی. د لوګر والي زیاته کړه، چې وظیفوی غفلت د افغانستان اسلامي امارت ته د منلو وړ نه دی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.