د لوګر والي د وضعیت د ارزونې په موخه د خوښۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ

نن له غرمې مخکې د لوګر والي مولوي محمد علي جان احمد په داسي حال کي چې د ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي ميرويس، د لوګر امنيه قوماندان مولوي ضياءالحق حامد، د لوګر د ملي امنیت رئیس مولوي شفيع الله خطاب او یو شمېر نور چارواکو یې هم ملتیا کوله د خوښۍ ولسوالۍ ته […]

نن له غرمې مخکې د لوګر والي مولوي محمد علي جان احمد په داسي حال کي چې د ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي ميرويس، د لوګر امنيه قوماندان مولوي ضياءالحق حامد، د لوګر د ملي امنیت رئیس مولوي شفيع الله خطاب او یو شمېر نور چارواکو یې هم ملتیا کوله د خوښۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د خوښۍ ولسوال مولوي ولي‌الله‌طارق د لوګر والي مولوي محمد علي جان احمد او ورسره چارواکو ته د امنیتي وضعیت او د دغه ولسوالۍ د سیمیزو حکومتدارۍ په اړه مفصل راپور وړاندې کړ او د یادې ولسوالۍ له معززو ولسونو یې له نوي حکومت څخه د رضایت له امله مننه وکړه.

د لوګر والي د خوښۍ د ولسوال ولي‌الله طارق له هڅو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې خوښي يوه له متمدنو ولسواليو څخه ده او ولسونو ته یې په خدمت کولو باید ستړی نشي؛ شپه او ورځ باید د ولسونو خدمت ته ورکړي.

24/10/2021