د لوږې پر وړاندي د مبارزې مؤسسې هلمند کي له ۲۲۰ کورنیو سره مرسته وکړه:

  هلمند کي د لوږې پر وړاندي د مبارزې  (AAH) مؤسسې له شاوخوا ۲۲۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.   د کډوالو چارو رئیس الله داد انقیادي وویل چي په دې مرستو کي هري کورنۍ ته ۱۲۰ کیلو اوړه ، ۴۸ کېلو وریجي ، ۱۸ کېلو غوړي ، ۳۰ کېلو لوبیا […]

 

هلمند کي د لوږې پر وړاندي د مبارزې  (AAH) مؤسسې له شاوخوا ۲۲۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

 

د کډوالو چارو رئیس الله داد انقیادي وویل چي په دې مرستو کي هري کورنۍ ته ۱۲۰ کیلو اوړه ، ۴۸ کېلو وریجي ، ۱۸ کېلو غوړي ، ۳۰ کېلو لوبیا او دوه کېلو مالګه شامل دي.

د ده په وینا دا مرسته د یوې کورنۍ د دوه میاشتو لپاره کفایت کوي، او زیاتوي چي دغه مرستي تر بشپړي او شفافې سروې وروسته پر مستحقو کورنیو ووېشل سوې.

مرسته ترلاسه کونکي وايي : خوښ يو چي د یوې شفافي سروې له امله يې ټول هغه کورنۍ چي یادو مرستو ته يي اړتیا لرل په نښه کړي او زیاتوي چي په هلمند ولایت کي اکثره کورنۍ له لوږي سره مخ دي او پکار ده چي له نړیوالو مرستو برخمن سي.

 

د یادوني وړده ، چي هلمند کي اوس مهال د مرستو د وېش چاري رواني دي او د نړیوالو خیریه مرستي به د دې لامل سي چي په دې ولایت کي د بې وزلۍ، وچکالۍ او اقتصادي پلوه ځپل سوي کورونیو ستونزي تر یو حده حل سي.

 

نېټه:۱۴۴۳/۷/۹ هــ ق