د لوړو زده کړو وزارت له لوري جوړ سوي سیمینار کي د هلمند پوهنتون درې کسیزه پلاوي ګډون وکړ:

  نن د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست له لوري جوړ سوي سمینار کي د هلمند پوهنتون درې کسیز پلاوي برخه واخیستل. دا سمینار چي د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو او دیني جامعاتو د لوی رئیس مولوي سیف الدین حماد، د دیني مدارسو د ثبت او سوابقو […]

 

نن د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست له لوري جوړ سوي سمینار کي د هلمند پوهنتون درې کسیز پلاوي برخه واخیستل.

دا سمینار چي د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو او دیني جامعاتو د لوی رئیس مولوي سیف الدین حماد، د دیني مدارسو د ثبت او سوابقو ادارې رئیس مولوي اسدالله فرید او د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مسٶل ښاغلي ضیاء الرحمن صافي له لوري په کندهار کي د هلمند، کندهار، ارزګان او دایکندي ولایاتونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازو او یو شمیر اداري کارمندانو ته وړاندي سو؛ د هلمند څخه پکښي د ددې ولایت لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د هلمند پوهنتون اداري مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید، د هلمند پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ آمر فریداغا فاطمي، استادانو چارو عمومي مدیر محمد ولي ځیرک، او د هلمند لوړو زده کړو کمېسیون غړي ډاکټر محمد ظاهر همدرد هم برخه اخیستې وه.

د یاد لوی ریاست مسؤلینو له لوري د سمینار هدف د جنوب غرب زون لپاره د لوړو زده کړو وزارت د ولایتي مسؤلینو سره د لیدني او خبرو اترو سره سره په هېواد کې دننه او بهر د دیني مدرسو د فارغینو د اسنادو د ارزونې او برابرولو په اړه خبري اتري وې.

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو عمومي رئیس مولوي سیف الدین حماد او د دیني مدارسو د ثبت او سوابقو ادارې رئیس مولوي اسدالله فرید له خوا د دیني مدرسو د فارغانو د اسنادو د ارزونې او د معادلولو په اړه لارښوونی وسوې، د پروسې تخنیکي برخه د ښاغلي ضیا الرحمن صافي لخوا په پوره توګه تشریح او اړوند معلومات ورکړل سوه.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۷ هـ ق