‏د لوړو زده کړو وزارت د( HEMIS) معلوماتي سیستم ګټې اخیستنې ته وسپاره

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۵) من د هیواد د لوړو زدکړو وزارت یو مهم معلوماتي او مدیریتي سیستم رسما د پټۍ په بریکولو سره، ګټې اخیستنې ته وسپاره. په همدې موخه جوړو سویو مراسمو کې، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم و ویل: « ددې سیستم په فعالېدو سره به په […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۵) من د هیواد د لوړو زدکړو وزارت یو مهم معلوماتي او مدیریتي سیستم رسما د پټۍ په بریکولو سره، ګټې اخیستنې ته وسپاره.

په همدې موخه جوړو سویو مراسمو کې، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم و ویل: « ددې سیستم په فعالېدو سره به په کارونو کې شفافیت، د فساد مخنیوی او د محصلينو کارونو، اسنادو طی مراحل او بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې او د کارکوونکو له کارونو څارنه  وشي. »

دا معلوماتي او مدیریتي سیستم د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په تېرو ۳ میاشتو کې جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل سو او تر دې وروسته به د محصلینو لپاره ډیټابیس او تر هغې وروسته به په انلاین بڼه درسي سیستم، چې چارې یې بشپړې شوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.