د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټني رئیس هلمند کي د خصوصي پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه!

  دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چې د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټني ریس انجنیر اکرام الله صهیب چي هلمند ته په دوه ورځني سفر راغلی وو، هلمند کي د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازي ډاکتر سمیع الله سعید په ملتیا یې د دریو خصوصي پوهنتونونو (بست،وادي هلمند او ارکوزیا)څخه […]

 

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چې د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټني ریس انجنیر اکرام الله صهیب چي هلمند ته په دوه ورځني سفر راغلی وو، هلمند کي د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازي ډاکتر سمیع الله سعید په ملتیا یې د دریو خصوصي پوهنتونونو (بست،وادي هلمند او ارکوزیا)څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي صهیب په هلمند کي د خصوصي پوهنتونو، په ځانګړې توګه د بست پوهنتون وضعیت د حجاب او زنانه محصلینو لپاره د مصؤون او خوندي چاپیریال د زمینې برابرولو په برخه کي ښه وباله، او درې واړه خصوصي پوهنتونو څخه یادي برخي ته د لا زیات پام او توجه غوښتونکی سو، او د مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چي د اسلامي امارت د پالیسۍ او د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو سره سم مخته ځي.

نوموړي د خصوصي پوهنتونو مسؤلینو ته دهر اړخیزي همکارۍ د ډاډ تر څنګ، ژمنه ورکړه چي د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازي سره د همږغۍ په صورت کي به مو د هر ډول اصولي غوښتنو او ستونزو د حل لپاره په ټول توان هڅه کوي.

هلمند کي د خصوصي پوهنتونو مسؤلینو د داخلي پلټني رئیس له خوا د هلمند سفر ته په اشارې مننه وکړه چي وخت په وخت یې د وزارت او ولایتي کمېسیون له خوا حال اخیستل سوی او د اړتیا په صورت کي هر ډول همکاري ورسره کړې ده.

نېټه:۱۴۴۳/۷/۵ هــ ق