نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د لوړو زده کړو وزارت او ټول ساتنې ادارې ګډو پلاوو (انجنیر روزي محمد “معصوم”، انجنیر عبدالبشیر “محمدي” او ورسره ملګرو یې) نن دوشنبه د فراه ولایت د لوړو زده کړو له مؤسسې څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې په دي ولایت کې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي مولوي […]
د لوړو زده کړو وزارت او ټول ساتنې ادارې ګډو پلاوو (انجنیر روزي محمد “معصوم”، انجنیر عبدالبشیر “محمدي” او ورسره ملګرو یې) نن دوشنبه د فراه ولایت د لوړو زده کړو له مؤسسې څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې په دي ولایت کې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي مولوي نورالحق “مظهري” یې هم ملتیا کوله.
د یادو پلاوو موخه د یادې مؤسسې لپاره د امنیتي کسانو د اړتیا، شمیر او ځای پر ځای کولو او له ټولو ودانیو څخه لیدنه وه.
د لیدنې پر مهال د یادو راغلو پلاوو مشر انجنیر روزي محمد “معصوم” وویل، چې د هیواد په یو شمیر پوهنتونونو کې پخوا هم امنیتي چمتوالي په پام کې نه وو نیول شوي، ولي اوس به مو هڅه دا وي، چې دا ځل دا تشه ډکه کړو او د پوهنتونونو لپاره ځانګړې ساتندویه ټیمونه جوړ کړو.
د ګډو پلاوو د تخنیکي ټیم غړو د فراه لوړو زدکړو مؤسسې د امنیتي کمرو او څار ځایونو لپاره وړ ځایونه په نښه او د پوهنتون د بشپړ امنیت د خوندیتوب لپاره یې امنیتي پلان ترتیب کړل، چې ان شاءالله ډېر ژر به د لوړو زده کړو او کورنیو چارو وزارتونو تر ګډ تفاهم وروسته عملي شي.
د فراه لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي “مظهري” له راغلو پلاوو څخه د مننې تر څنګ وویل: امنیتي کسان نه یوازي دا چي پوهنتون به له هر ډول بهرنیو خنډونو څخه وژغوري، بلکې په پوهنتون کې به د درسي او تدریسي بهیر پر مخ بیولو کې هم اړین رول لري، نوموړي زیاته کړه، چې د فراه ولایت لوړو زدکړو مؤسسه په دوه زره جریبه ځمکه کې جوړه ده، چې د شاوخوا (احاطوي) دیوال نه شتون یې اساسي ستونزه ده، هیله مند یو چي وزارت دې ستونزې ته ګړندۍ پاملرنه وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.