د لوړو زده کړو وزارت او محافظت عامه ادارې ګډ پلاوي د هلمند پوهنتون څخه لیدنه وکړه

  دلوړو زده کړو وزارت او محافظت عامه ادارې ګډ پلاوي(انجنیر روزي محمد معصوم،انجنیر عبدالبشیر محمدي او ملګرو یې ) چي د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ډاکتر سمیع الله سعید، د هلمند پوهنتون رئیس سورګل( عبدالرحمن ) او اداري مرستیال محمد اغا فیاض یې هم ملتیا کول، د هلمند […]

 

دلوړو زده کړو وزارت او محافظت عامه ادارې ګډ پلاوي(انجنیر روزي محمد معصوم،انجنیر عبدالبشیر محمدي او ملګرو یې ) چي د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ډاکتر سمیع الله سعید، د هلمند پوهنتون رئیس سورګل( عبدالرحمن ) او اداري مرستیال محمد اغا فیاض یې هم ملتیا کول، د هلمند پوهنتون لپاره د امنیتي کسانو د اړتیا ،شمیر او ځای پر ځای کولو په پار د هلمند پوهنتون د دواړو څانګو(مرکزي او نهر سراج کمپاس) د ټولو ودانیو، احاطوي دیوال، دروازو او ټولو اړونده برخو څخه لیدنه وکړه، د یادي لیدني پر مهال د راغلي پلاوي مشر انجنیر روزي محمد معصوم وویل: د هیواد په یو شمیر پوهنتونونو کي پخوا هم امنیتي تدابیر په پام کي نه وه نیول سي، هڅه به مو داوي چي دا ځل دا تشه ډکه کړو او د پوهنتونونو لپاره ځانګړی محافظتي ټیمونه ولرو.

د ګډ پلاوي تخنیکي ټیم د هلمند پوهنتنون د دواړو څانګو سکیج واخیست، د امنیتي کمرو او څار ځایونو لپاره یې مناسب ځایونه په نښه کړل، او د پوهنتون د بشپړ امنیت د خوندیتوب لپاره یې امنیتي پلان ترتیب کړ، چي ان شاءالله ژر به د لوړو زده کړو او کورنیو چارو وزارتونو تر ګډ تفاهم وروسته عملي سي.

د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ډاکتر سمیع الله سعید د راغلي پلاوي څخه د منني تر څنګ وویل: امنیتي کسان نه یوازي داچي پوهنتون به د هرډول خارجي تهدیداتو څخه ژغوري، بلکه یاد کسان د پوهنتونونو د داخلي نظم او ډیسپلين په سمون، او د ا.ا.ا د پالیسۍ په تطبیق کي رغنده رول لوبولی سي، نوموړي زیاته کړه که پوهنتونونو ته مناسب شمیر وړ او د تحصیلي چاپیریال سره بلد کسان د محافظینو په حیث وټاکل سي، نو امید لرو چي د پوهنتونونو لپاره به نور هم خوندي اکاډمیک چاپیریال ایجاد سي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۷ هــ ق