نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون د لوړو زده کړو سرپرست وزير شيخ عبدالباقي حقاني د کندهار له پاره د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړي استازي انجنير محمد ناصر نېکزاد په ملتيا د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون “اناستو” څخه ليدنه وکړه. د لوړو زده کړو سرپرست وزير د خبرو په پیل کي […]
پرون د لوړو زده کړو سرپرست وزير شيخ عبدالباقي حقاني د کندهار له پاره د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړي استازي انجنير محمد ناصر نېکزاد په ملتيا د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون “اناستو” څخه ليدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزير د خبرو په پیل کي د افغانستان ا.ا د بريا په اړه خبري وکړې او مبارکي ئې وړاندي کړل، وروسته ئې د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړني بيان کړې او د موجوده امکاناتو په اړه وږغېد.
ښاغلی حقاني د کرني او مالدارۍ سکټور پر پياوړتيا او د هيواد په کچه ئې پر اقتصاد باندي د مثبتو اغېزو په اړه هم معلومات شریک کړل؛ د اناستو پوهنتون اهميت ته په اشاره ئې د یاد پوهنتون سره د لوړو زده کړو وزارت له خوا د بشپړ همکارۍ ډاډ وړاندي کړ.
د ليدني پر مهال د وترنرۍ پوهنځي رئيس پوهنيار صفي الله جوهر ته، چي په ماليزيا کي ئې د UPM په پوهنتون کي د ماسټرۍ برنامې د غوره محصل ستاينليک ترلاسه کړى وو، د لوړو زده کړو وزير له لوری لا زیات وهڅول سو او نغدي جایزه هم ورکړل سوه.
د غونډي نورو برخوالو د اناستو پوهنتون د راتلونکو پلانونو اړوند معلومات شريک سول؛ د لوړو زده کړو وزير له خوا په هره برخه کي د همکارۍ له پاره ځانګړي استازي ته دنده وسپارل، چي د اړوندو اداراتو تر منځ د همږغۍ مجلسونه داير کړي او چاري ئې په منظم ډول ګړندۍ مخته یوسي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.