نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د لغمان والي الحاج قاري زین العابدين عابد په مشرۍ د مرکز مهترلام او پينځه ګونو ولسواليو د لا ډاډمن امنیت په موخه د امنیتي او تصفيوي کمېسیون ناسته ترسره شوه، چې پرمهال يې مرستيال والي مولوي سعید احمد بنوري سربېره، امنيه قوماندان مولوي نجيب الله بدخشي، د لومړۍ پلې لېوا قوماندان […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د لغمان والي الحاج قاري زین العابدين عابد په مشرۍ د مرکز مهترلام او پينځه ګونو ولسواليو د لا ډاډمن امنیت په موخه د امنیتي او تصفيوي کمېسیون ناسته ترسره شوه، چې پرمهال يې مرستيال والي مولوي سعید احمد بنوري سربېره، امنيه قوماندان مولوي نجيب الله بدخشي، د لومړۍ پلې لېوا قوماندان مولوي سنګين، د استخباراتو معاون قاري محمد انور او د امنیتي او تصفيوي کمېسيون منشي مولوي جان محمد حامد ګډون کړی وو.
په یاده ناسته کې د لغمان والي الحاج قاري زین العابدين عابد له لوري د دې ولایت امنیه قوماندان مولوي نجیب الله بدخشي د امنیتي او تصفیوي کمېسیون د مشر په توګه، د لومړۍ پلې لېوا قوماندان مولوي سنګین د کمېسيون د معاون په توګه، د لغمان مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوری او د استخباراتو رئیس مولوي غلام الله فاتح د کمېسیون د اعضاءو په توګه او مولوي جان محمد حامد د یاد کمېسیون د منشي په توګه وټاکل شول.
دوی وويل هڅه کوي، چې د مرکز مهترلام او پنځه ګونو ولسواليو د لا ډاډمن امنيت په موخه خپل نوي پلانونه په لاره واچوي، ترڅو ولسونه په ارامۍ سره ژوند وکړي.
امنیتي مسؤلینو د لغمان والي ته ډاډ ورکړ، چې د دوی امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خپلو ولسونو د ارامه ژوند لپاره په دنده بوخت دي او هېچاته به اجازه ور نه کړي، چې په دې ولایت کې غیرې شرعي کړنې ترسره کړي.
په ورته مهال لغمان والي الحاج قاري زین العابدين عابد د امنيتي او کشفي ادارو له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې شپه او ورځ د ولسونو د لا ډاډمن امنيت په موخه خپله دنده په ښه شکل ترسره کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.