د لسګونه عسکرو او اربکیانو په تسليمۍ سره کامدېش په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته ولوېده

پرون د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ کې د کامدیش په کلي کې پاته اربکیان او عسکر هم له ټولو وسلو او مهماتو سره مجاهدینو ته تسلیم او د یادې ولسوالۍ انتقالي مرکز او امنیه قومنداني فتحه شول.  د راپور له مخې په دوی کې شاوخوا ۶۰ تنه د مزدوري اردو عسکر او د ۲۰۰ په […]

پرون د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ کې د کامدیش په کلي کې پاته اربکیان او عسکر هم له ټولو وسلو او مهماتو سره مجاهدینو ته تسلیم او د یادې ولسوالۍ انتقالي مرکز او امنیه قومنداني فتحه شول.  د راپور له مخې په دوی کې شاوخوا ۶۰ تنه د مزدوري اردو عسکر او د ۲۰۰ په شاوخوا کې اربکیان دي چې په تسلیمۍ سره یې یاده ولسوالي په مکمل ډول د دښمن له وجود څخه تصفیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدله.

دغه رنګه له دښمن څخه ۳۰ ايم  ۱۶- ۵ راکټ، ۱ ایس پي جي ۹، ۱هاوان، ۱ دافع ټانک، ۵ بم افګن۷ پيکاوي، ۳ د وسلو ډېپوګان او ګڼ شمېر مهمات او جنګي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

‏۲۰۲۱‏/۸‏/۴