نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۳) د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه او د نیالګیو کېنولو کمپاین پر دوام د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د خصوصي تنظیفي شرکتونو په مرسته (۵۰۰۰) او دغه راز د آریا ښارګوټي د اوسېدونکو له لوري (۴۰۰) نیالګي د قلعه موسی تپې په لمن او د هوايي ډګر […]
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۳) د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه او د نیالګیو کېنولو کمپاین پر دوام د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د خصوصي تنظیفي شرکتونو په مرسته (۵۰۰۰) او دغه راز د آریا ښارګوټي د اوسېدونکو له لوري (۴۰۰) نیالګي د قلعه موسی تپې په لمن او د هوايي ډګر سړک په ګلدانونو کې کېنول شول. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب د ښاریانو له دې نیک احساس څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د یادې ناحیې بېلابېلې سیمې به ښکلې او زرغونې شي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښار په ښېرازۍ او ښکلا کې د ښاریانو رول اړین او مهم دی او که چېرته ښاریان د خپلې سیمې په زرغونتیا کې برخه واخلي، ډیر ژر به د ښایسته او زرغون کابل شاهدان و اوسو. د خصوصي تنظیفي شرکتونو په استازیتوب ښاغلي نجیب الله عالمي خبرې وکړې او د لسمې ناحیې د اړوند سیمو په زرغون کولو کې یې د هر راز مرستې ژمنه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې، کېنول شوي نیالګي به په منظمه توګه خړوب کړي او دوامداره ساتنه به ترې کوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.