نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فریدون کلا څخه د فراه ولایت له یو شمیر مسئولینو لخوا ليدنه ترسره شوه نن مازديګر د لویدیځ زون د ګمرکونو مرستيال ښاغلي مهاجرمولوي صاحب، د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست قاري بدرالدین او یو شمیر نورو مسئولینو د دغه ولایت د فریدون له لرغونې کلا څخه لیدنه وکړه. د ا […]
د فریدون کلا څخه د فراه ولایت له یو شمیر مسئولینو لخوا ليدنه ترسره شوه
نن مازديګر د لویدیځ زون د ګمرکونو مرستيال ښاغلي مهاجرمولوي صاحب، د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست قاري بدرالدین او یو شمیر نورو مسئولینو د دغه ولایت د فریدون له لرغونې کلا څخه لیدنه وکړه.
د ا ا.ا مسوولينو له کلا څخه د څارنې او ليدنې پر مهال وويل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې په موخه په دې وروستيو کې په فراه کې د تاريخي آبداتو د ويجاړېدو د مخنيوي په موخه نوي ساتونکي ګومارل کيږي.
د فریدون کلا د فراه ولایت هغه لرغونی ښار دی چې ۲۰۰۰ کاله لرغونتوب لري او د دغه ولايت خلک یې همدلته ساتلي دي.
دغه کلا چې په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې د خټو او پخو خښتو جوړه شوې، ۹۹ برجونه لري چې ډېری یې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.