د فرهنګي کمېسیون په اهتمام د ۱۴۴۳ هجري قمري کال کلیزه چاپ شوه

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارودکمېسیون په اهتمام د نوي هجري قمري ۱۴۴۳ کال کلیزه، چې په صفحه یې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د عسکرو د وتلو په رسم رنګینه شوې او ورسره د اسلامي امارت د زعیم امیر المؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله، د اسلامي امارت د […]

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارودکمېسیون په اهتمام د نوي هجري قمري ۱۴۴۳ کال کلیزه، چې په صفحه یې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د عسکرو د وتلو په رسم رنګینه شوې او ورسره د اسلامي امارت د زعیم امیر المؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله، د اسلامي امارت د مؤسس مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله او د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله په زړه پورې ویناوې او توصیې پرې ښکل شوي دي، د یادونې وړ ده، چې دا کلیزه په خورا ښایسته قطع او صحافتو چاپ او د درنو هیوادوالو د استفادې وړ وګرځېده.

دفرهنګي چارو کمېسیون دختیځې حوزې مسئول محترم عزیزي صاحب د نوي کال د کلیزې له چاپ څخه د راوتو په مناسبت وویل، سږنۍ کلیزه/جنتري ځکه بختوره او له بخت ډکه ده؛ چې افغان ځوریدلی ولس د نجات او فتوحاتو خوښي مشاهده کوي، د الله تعالی په نصرت له ګران هیواد څخه یرغلګر بهرني پوځیان کډه شوي او داخلي ګوډاګیان یې په محدودو سیمو او څو ښارونو کې کلابند او محاصره دي.

محترم عزیزي صاحب هیله څرګنده کړه چې الله پاک د روان اسلامي کال په اوږدو کې په ګران هیواد کې سرتاسري سوله ټینګه او د افغانانو سترګې او زړونه د یوه سوچه اسلامي نظام په ټینګښت او حاکمیت یخې او خوږې کړي.

آمین ثم آمین.