نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
فراه ښاروال مولوي عبدالظاهر “خادم” د فراه ښار د پنځمې ناحيې د کمیساري سړک د قيرريزي کولو پروژه په رسمي توګه د پټۍ په پرې کولو سره، په داسې حال کې پرانېسته، چې د دې ولایت والي محترم روحاني صاحب، ګڼ شمیر ملکي مسؤلینو او خبریالانو هم ګډون درلود. ښاغلي خادم وويل، دغه سړک […]
فراه ښاروال مولوي عبدالظاهر “خادم” د فراه ښار د پنځمې ناحيې د کمیساري سړک د قيرريزي کولو پروژه په رسمي توګه د پټۍ په پرې کولو سره، په داسې حال کې پرانېسته، چې د دې ولایت والي محترم روحاني صاحب، ګڼ شمیر ملکي مسؤلینو او خبریالانو هم ګډون درلود.
ښاغلي خادم وويل، دغه سړک ۴۳۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، چې په دواړو خواو کې یې جدولونه هم شامل دي، چي په پاخه او اساسي ډول به قيرريزي کړل شي. ښاروال زياته کړه، چې په دې پروژه کې د چرۍ جوړول هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، پر دې پروژه ۱۱ مليونه او ۷ لکه افغانۍ لګښت راځي، چي د فراه ښاروالي له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کېږي.
فراه ښاروال د سيمي خلکو ته د دغې پروژې د کار د پيل له امله مبارکي وويله او له پلي کوونکو څخه يې وغوښتل چي کيفيت ته يې په جدي توګه پاملرنه وکړي. ښاروال دغه راز د سيمي له خلکو وغوښتل، چې نه يوازې د دغې پروژې له کار څخه نظارت وکړي، بلکي ګټي اخيستني ته تر سپارل کېدو وروسته هم د خپلو دا ډول عام المنفعه پروژو؛ په ځانګړي ډول سړکونو ساتنه وکړي.
همدارنګه په یادو مراسمو کې د فراه والي ښاغلي روحاني صاحب د يادې پروژې د پرانېستې پر مهال خوښې وښوده او زياته يې کړه، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د فراه د خلکو شته ننګونې له منځه ولاړې شي.
د پنځمې ناحيې یو تن د خلکو په استازيتوب د فراه له ښاروال څخه مننه وکړه، چې په نه امکاناتو د ښار هر کونج کې دا ډول بنيادي پرمختيايي کارونه کوي، ده پر فراهي ښاريانو باندې غږ وکړ، چې د ښاروالي صفایې او نور محصول پر وخت تحويل کړي، تر څو دغه ارګان د خپلو زيربنائې چوپړتیاو لمن د ښار هرې ګوښې ته ورسوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.