نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په غونډه کې د ولایت مقام مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم “جهادیار”، مستوفیت ریاست رئیس، ښاغلي مولوي عتیق الله “خالد”، ملي راډیو تلویزیون آمر،او داطلاعاتو فرهنګ ریاست استازی ښاغلي قاري بدالدین د خصوصي ښوونځیو آمرینو، ملي سوداګرو، هټیوالو، خبریالانو او د دې ریاست ګڼو کارکونکو ګډون درلود. غونډه د قاري بشیر احمد”مقدس” له خوا […]
په غونډه کې د ولایت مقام مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم “جهادیار”، مستوفیت ریاست رئیس، ښاغلي مولوي عتیق الله “خالد”، ملي راډیو تلویزیون آمر،او داطلاعاتو فرهنګ ریاست استازی ښاغلي قاري بدالدین د خصوصي ښوونځیو آمرینو، ملي سوداګرو، هټیوالو، خبریالانو او د دې ریاست ګڼو کارکونکو ګډون درلود.
غونډه د قاري بشیر احمد”مقدس” له خوا د قرانکریم د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
غونډې ته لومړی د ولایت مقام مرستیال والي ښاغلي مولوي صاحب عبدالکریم “جهادیار” وینا وکړه، ده لومړی ټولو مسؤلینو او کارکونکو ته په ورکړل شویو دندو او کړنو کې د اخلاص او رښتېنولۍ د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړي، ویې غوښتل، چې د ا.ا.ا ټولو مجاهدینو شل کاله د الله ج د کلمې د لوړوالي لپاره ډیر ښه او په رښتینې توګه ولاړ وو، نو اوس ستاسو لپاره دا اړېنه ده، چې د دې نظام په ساتنه او د پرمختللو پروګرامونو، درکړل شویو دندو او نورو برخو ته ښه راغلاست ووایاست او پر ډیره ښه توګه یې سرته ورسوئ.
ښاغلي جهادیار د غوښتنې په توګه وویل، چې موږ او تاسو باید د ټولو آمرینو پیروې وکړو، ده همدارنګه سوداګرو ته په خطاب سره وویل، چې ستاسو د اولادونو، مال، سوداګرۍ او کار امنیت خوندي دی، نو تاسو باید خپله ټوله شتمنې په کار او سوداګرۍ باندې واچوئ او د ا.ا.ا ټولو امرونو ته په ورین تندي هرکلی ووایاست او قانون ته یې غاړه کېږدۍ، ترڅو د هیواد لپاره سره یو او د ښېرازۍ لپاره یې ګړندي ګامونه اوچت کړو، ده همدارنګه زیاته کړه، چې موږ دلته د حکمرانۍ نه، بلکې د چوپړ لپاره راغلي یو.
ښاغلي جهادیار د خبرو په اخیرنیو شېبو کې وویل، چې اوس وخت د دې را رسیدلی دی، چې موږ اقتصاد ته چمتوالی ونیسو، ځکه چې افغانستان اوس تر بل هرڅه اقتصاد ته ډیره اړتیا لري او د اقتصاد په پیاوړتیا کې باید سره یو شو.
ورپسې مالیاتو د قانون د تطبیق مدیر ښاغلي نورالله “فروتن” او د مالیاتو د بررسي مدیر ښاغلي وحیدالله “اسلمي” د مالیاتو د بررسي، راټولولو، عامه پوهاوي، د عوایدو د نقش او نورو عوایدي اصولو او لارو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې اخیرنۍ وینا او ارزیابې د فراه ولایت مستوفیت ریاست، د رئیس ښاغلي مولوي صاحب عتیق الله “خالد” له خوا وشوه، ده وویل، چې له سوداګرو، هټیوالو او او په ټوله کې مو له مالیه ورکونکو څخه دا هیله ده، چې د قانون پیروې وکړئ او خپلې ماليې مو پر وخت سره تحویل کړئ.
غونډه د ښاغلي رئیس صاحب خالد له خوا په دعائیې سره راټوله شوه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.