د فراه ولایت په خاکسفید ولسوالي کې څه باندې شپاړلس (۱۶) تنو حافظانو او قاریانو د ویاړ بګړۍ وتړلي.

نن دوشنبه فراه ولایت، خاکسفید ولسوالي، غورچي کلي، د شمس العلوم مدرسې څخه څه باندې شپاړلس (۱۶) تنو حافظانو او قاریانو د فراغت سند ترلاسه او د ویاړ بګړۍ یې وتړلې.   یادې فراغت غونډې ته د ا.ا.ا، خاکسفید ولسوالي د یو شمیر مسؤلینو په ګډون، ګڼو علماؤ، مخورو خبریالانو او ځوانانو پر خپل راتګ […]

نن دوشنبه فراه ولایت، خاکسفید ولسوالي، غورچي کلي، د شمس العلوم مدرسې څخه څه باندې شپاړلس (۱۶) تنو حافظانو او قاریانو د فراغت سند ترلاسه او د ویاړ بګړۍ یې وتړلې.

 

یادې فراغت غونډې ته د ا.ا.ا، خاکسفید ولسوالي د یو شمیر مسؤلینو په ګډون، ګڼو علماؤ، مخورو خبریالانو او ځوانانو پر خپل راتګ لا ځلا ور بخښلې وه.

 

نننۍ فراغت غونډې ته د علماء له بیانونو او تقریرونو څخه وروسته د دې مدرسې ناظم مولوي محمد داود ټولو فارغینو ته د تبریکۍ او د دې ستر مقام ترڅنګ پر یو لړ اړینو موضوعاتو باندې خبرې وکړي، ده پوهه او پوه دواړه د دې ټولنې لپاره بنسټېز رکنونه او سیوا له دوی څخه یې ټولنه یتیمه وبلله، وې ویل، چې له پوهې او پوه څخه سیوا ټولنه یتیمه او بې برخلیکه ده، ده زیاته کړه، چې پوهه د یوې ټولنې، هیواد او سیمې د پرمختګ او ترقۍ وسیله ده، چې د دې وسیلې د لاسته راوړلو او کارولو لپاره باید له دي نن څخه لاس په کار شو، خپلو ماشومانو او نويو ځوانانو ته د دې حق ورکړل، ترڅو سالمه ښوونه او روزنه تر لاسه کړي.