د فراه ولایت والي، د دې ولایت له ولایتي ۲۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.

    نن د یوې غونډې په ترڅ کې د فراه ولایت د والي ښاغلي روحاني صاحب په ګډون، د عامې روغتیا رئیس ښاغلي ډاکټر مزمل، عامې روغتیا مرستیال رئیس ښاغلي ډاکټر شایق  د CHA مؤسسې رئیس حاجي ملک افغان،او د همدي ولایت ده اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازی قاري بدرالدین د فراه ولایت له […]

 

 

نن د یوې غونډې په ترڅ کې د فراه ولایت د والي ښاغلي روحاني صاحب په ګډون، د عامې روغتیا رئیس ښاغلي ډاکټر مزمل، عامې روغتیا مرستیال رئیس ښاغلي ډاکټر شایق  د CHA مؤسسې رئیس حاجي ملک افغان،او د همدي ولایت ده اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازی قاري بدرالدین د فراه ولایت له ولایتي ۲۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.

 

د فراه والي د ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون د روغتیایي پرسونل له زیار څخه مننه وکړه او ویې ویل؛چي همدا تاسو یاست په ډیره لېوالتیا سره د ناروغانو او ناروغوالو په چوپړ کې یاست.

 

د فراه والي ښاغلي روحاني صاحب همدارنګه د روغتون له ټولو برخو، کارکونکو، ناروغانو، او پایوازانو څخه لیدنه وکړه، ده د ناروغانو او کارکونکو ګڼې ستونزې واوریدې او ویې ویل؛ چې سیمه یېزه اداره له دي روغتون سره د تجهیز، د لا زیاتو امکاناتو په چمتو کولو او د شته ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو څخه سپما ونه کړي.

 

یاده دي وي چي فراهي ولس ده محترم والي روحاني صاحب له هڅو او کوښښونو څخه خوښي څرګندوي چي وخت په وخت ده ولس احوال اخلي او په ستونځو یي ځان خبروي