نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د فراه ولایت والي، ښاغلي “روحاني” صاحب دولسوالیو دسفرونو په لړ کي چي داطلاعات او فرهنګ ریاست استازی او دملی راډیوتلویزیون امِر قاري بدرالدین یي هم ملتیا کوله د والسواليو د ګڼو ملکي، نظامي، امنیتي، روغتیایي مسؤلینو، د کار، دندو، سلوک او پرمختګ په موخه نن انار درې والسوالي ته سفر وکړ، چې د […]
نن د فراه ولایت والي، ښاغلي “روحاني” صاحب دولسوالیو دسفرونو په لړ کي چي داطلاعات او فرهنګ ریاست استازی او دملی راډیوتلویزیون امِر قاري بدرالدین یي هم ملتیا کوله د والسواليو د ګڼو ملکي، نظامي، امنیتي، روغتیایي مسؤلینو، د کار، دندو، سلوک او پرمختګ په موخه نن انار درې والسوالي ته سفر وکړ، چې د والسوالۍ د مسؤلینو او خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.
په دغه سفر کې ښاغلي “روحاني” صاحب د انار درې والسوالي د امنیتي او ملکي مسؤلینو په ګډون، له ګڼو ښاري اوسیدونکو او هټیوالو سره هم وکتل.
د انار درې والسوالي، والسوال امنیه قمندان او ټولو مسؤلینو له ښاغلي روحاني صاحب څخه مننه وکړه، چې د انار درې جګړه ځپلو، وګړو د وضعیت له نږدې لیدو په موخه انار درې والسوالي ته راغلی او د هغوی د ژوند ښه کولو په پار هلې، ځلې او پوښتنې کوي.
د انار درې والسوالی ملکي وګړو او مخورو په دي والسوالی کې د امنیت د ټينګښت او خوندیتوب په برخه کې د والي ستاینه وکړه، ولي له ښاغلي والي څخه یې په ښوونېز ډګر کې د مرستې او همکارۍ غوښتنې وکړي او ویې ویل، چې په دي وروستیو بدلونونو او ژمني موسم کې زموږ د والسوالی په ښوونېزه برخه کې بې سارې بدلونونه راغلي دي، دوی همدارنګه د ښوونځیو لپاره د مسلکي ښوونکو، د سړې هوا په پار د زده کونکو لپاره د سون توکو، درسي موادو ګڼې ستونزې وړاندې کړي او د حل په برخه کې يې په ټېنګه توګه غوښتونکي وو.
د فراه ولایت والي ښاغلي “روحاني” د دوی له تود هرکلي او مېلمه پالنې مننه وکړه او د والسوالي اړوند ملکي او نظامي ادارو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ټولو ملکي وګړو د امتیازاتو او حقوقو پر وخت ورکونې او ستونزو ته د رسیدنې تر څنګ، باید د هغوی د ځان بساینې، کارموندنې او زده کړو د برابرولو په برخو کې هم ګړندی کار او پاملرنه وکړئ.
د فراه والي ښاغلي روحاني صاحب د دوی د هر ډول ستونزو پر وخت سره د حل او پر ځای کولو ډاډ او وعدې ورکړې. او مجاهدینو ته یي ده امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله ده هدایاتو سره سم سپارښتني وکړي چي مسؤلین او علماء باید پخپلو کي یوبل ته مشوري ورکړي او ترمنځ یي هماهنګي باید نوره هم زیاته شي
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.