نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فراه ولایت مرستیال والي مولوي عبدالکریم “جهادیار”، تیره ورځ په ناڅاپي توګه د دې ولایت له شیخ ابونصرفراهي ګمرک څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د یاد ګمرک د رئیس ملا شمس الحق اخوند په ګډون د ولایت مقام اداري مسؤل، ترانسپورت رئیس مولوي سید سبحاني اغا، ټولګټو رئیس مولوي عبدالمالک “معتصم”، […]
د فراه ولایت مرستیال والي مولوي عبدالکریم “جهادیار”، تیره ورځ په ناڅاپي توګه د دې ولایت له شیخ ابونصرفراهي ګمرک څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د یاد ګمرک د رئیس ملا شمس الحق اخوند په ګډون د ولایت مقام اداري مسؤل، ترانسپورت رئیس مولوي سید سبحاني اغا، ټولګټو رئیس مولوي عبدالمالک “معتصم”، کرهڼې رئیس حاجی مولوي فیصل، د نفت او پطرولیم آمر ایوب اغا یې ملتیا کوله.
لومړی یې د هغو موټرونو ارزونه او لیدنه وکړه، چې د دې ګمرک له لوري د زیات بار او ناقانونه توکو د را واردولو په تور نیول شوي ول.
نوموړي همدارنګه د تربارې او ښېښو له سوداګرو او موټر چلوونکو سره له نږدې وکتل، په دي لیدنه کې لومړی د ترباري سوداګرو او موټر چلونکو د ترباري اړوندې ګڼې ستونزې واورولي، ورپسې د ښيښې موټر چلونکو وویل؛ چې زموږ موټران یوازې د ښيښې لپاره ځانګړي شوي دي، ځینې خلک ښیښه په نورو موټرانو کې باروي، چې دا زموږ په حق کې لوی خیانت دی.
مرستیال والي ښاغلي جهادیار صاحب د هغوی ستونزې واورېدې او له اړوندو مسؤلینو څخه یې د حل غوښتنه وکړه. مرستیال والي همدارنګه د ګمرک له ټولو اجرائیوي برخو څخه د څار په وخت کې د دې ادارې ټولو کارکونکو ته د هر ډول غیر قانوني کړنو په ټینګه توګه د مخنیوي او لاس اخیستنې لارښوونې وکړې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.