د فراه ولایت له پوهنتون څخه د لوړو زده کړو وزارت د تفتيش هیئت لیدنه.

  تیره ورځ د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتيش رئيس ښاغلي انجينر اکرام الله “صهيب” او د تفتيش آمر ښاغلي منيب له خپلو ټيمونو سره په داسې حال کې د فراه له پوهنتون څخه ليدنه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي مولوي نورالحق “مظهري” او علمي مرستیال ښاغلي محمود […]

 

تیره ورځ د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتيش رئيس ښاغلي انجينر اکرام الله “صهيب” او د تفتيش آمر ښاغلي منيب له خپلو ټيمونو سره په داسې حال کې د فراه له پوهنتون څخه ليدنه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي مولوي نورالحق “مظهري” او علمي مرستیال ښاغلي محمود “سليماني” يې هم ملتيا کوله.

په یاده لیدنه کې د پوهنتون ګڼې برخې تر تفتيش او څېړنې لاندي ونيولې شوې، چې د ځينو قضاياو د څيړنې ترڅنګ په پوهنتون کې د زده کړیالانو لپاره د ښه لوست ويلو او آرامې فضا برابرولو لپاره ځانګړي چمتوالي ونيول شول.

همدارنګه ښاغلي “صهيب” په خپل پنځه ورځنې سفر کې د پوهنتون له اداري او اکاډميک پرسونل سره نورې بیلا بېلې ګټورې او هر اړخیزې ناستې هم ترسره کړي او ټول پرسونل ته يې د کار د ښه سمون او چټکتيا په موخه لازمې لارښوونې وړاندې کړي.