نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تیره ورځ د فراه ولایت والي ښاغلي روحاني صاحب په داسې حال کې د دې ولایت دامنیه قمندانی له عمومي بند خونې څخه لیدنه وکړه، چې د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال ښاغلي جامي صاحب او دامنیت امیر حاجي راشد صاحب یې هم ملتیا کوله. د فراه والي ښاغلي روحاني صاحب د بند […]
تیره ورځ د فراه ولایت والي ښاغلي روحاني صاحب په داسې حال کې د دې ولایت دامنیه قمندانی له عمومي بند خونې څخه لیدنه وکړه، چې د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال ښاغلي جامي صاحب او دامنیت امیر حاجي راشد صاحب یې هم ملتیا کوله.
د فراه والي ښاغلي روحاني صاحب د بند خونې له مسؤلینو او بندیانو سره په دي لیدنه کې له نږدې د دوی څارنه وکړه، ده همدارنګه له بندیانو څخه د خوراک، ساتنې، استوګنې، د مسؤلینو د ناوړه چلند، اړتیاو او نورو اړوندو ستونزو پوښتنې وکړي، ښاغلي روحاني وویل، چې ستاسو لګښت له کومې خوا درکول، ایا تاسو یې په شخصي لګښت سره پوره کوئ او که یې د بند خونې مسؤلین درته چمتو کوي.
ښاغلي روحاني همدارنګه په اخیر کې د بند خونې مسؤلینو ته له بندیانو سره د ښه سلوک او پوره پاملرنې په اړه لازمې لارښوونې وکړي.
بندیانو د والي صاحب په راتګ او له دوی سره په لیدو باندې زیاته خوښې څرګنده کړه او ویې ویل، چې موږ د بند خونې له ټولو مسؤلینو څخه په پوره توګه خوښ یو، زموږ خوراک او نورو اړتیاو ته پر وخت سره لاسرسی کوي، دوی وویل، چې زموږ ټول لګښتونه د بند خونې له خوا راکول کېږي، چې تراوسه مو له کوم شخصي لګښت څخه کار نه دی اخیستی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.