نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د فراه مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم “جهادیار” صاحب، په داسې حال کې د دې ولایت د بند خونې له بیلا بېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، چې د ولایت مقام اداري مسؤل جامي او د بند خونې مسؤل ملا لعل محمد “ذاکري” صاحب ورسره ملتیا کوله. ده لومړی د یادې بند خونې وړاندې کوونکې […]
نن د فراه مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم “جهادیار” صاحب، په داسې حال کې د دې ولایت د بند خونې له بیلا بېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، چې د ولایت مقام اداري مسؤل جامي او د بند خونې مسؤل ملا لعل محمد “ذاکري” صاحب ورسره ملتیا کوله.
ده لومړی د یادې بند خونې وړاندې کوونکې چوپړتیاوې و ارزولې.
ښاغلي “جهادیار” د دې ولایت د بند خونې له مسؤل سره خبرې وکړي او د دې بند خونې ګڼې ستونزې ېې واوریدلې، ده زیاته کړه، چې بند خونه او بند خونې ته راوړل مناسب نه دي، ولي زموږ د هیواد په ځانګړې توګه د فراه ولایت هر وګړی باید تل کوښښ وکړي، ترڅو داسې کړنې ترسره نه کړي، چې الله مه کړه، چې د دې تورو تمبو شاته یې کښینوي.
جهادیار د خپلو خبرو په دوام کې د بندیانو ستونزو ته په رسيدګي باندې ټينګار وکړ او د بند خونې مسؤولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.