د فراه ولایت له بریښنا شرکت سره د سرې میاشتې ۱۰۵۰۰ لیټره تیلو مرسته او بیا په کار پیل.

  د جمهوریت له ړنګیدو او وروستیو بدلونونو سره سم، د فراه ښار ټول ښاریان، هټیوال او په ځانګړې توګه دولتي کارکوونکي د تورو تیارو شاته کښېناستل، د بریښنا د غځیدلو مزو رګونه د بریښنا له ګړندي تګ څخه بې برخې، په ښار، کور، هټۍ، دفتر او نورو ټاکلیو ځایونو کې ټول بریښنایي څراغونه ړانده […]

 

د جمهوریت له ړنګیدو او وروستیو بدلونونو سره سم،
د فراه ښار ټول ښاریان، هټیوال او په ځانګړې توګه دولتي کارکوونکي د تورو تیارو شاته کښېناستل، د بریښنا د غځیدلو مزو رګونه د بریښنا له ګړندي تګ څخه بې برخې، په ښار، کور، هټۍ، دفتر او نورو ټاکلیو ځایونو کې ټول بریښنایي څراغونه ړانده او بې ځلا شول، چې د دې ټولو ستونزو د هوارولو، بدلولو او پخواني حالت ته د بیا ګرځیدو لپاره د بریښنا شرکت رئیس ښاغلي ملا صیف الله “لونګ” صاحب د ولایت مقام د درانه والي ښاغلي روحاني صاحب پر همکارۍ او مشوره خپلې پیاوړې مټې را بډ وهلي.

ده څو ورځې وړاندې د دې شرکت د سوخت او سوند د لګښت په پار لومړی د سرې میاشتې محترم دفتر ته وړاندېز وکړ، چې یاد دفتر یې وړاندیز پر ورین تندي ومنل او د دریو (۳) میاشتو د تیلو ژمنه یې ورسره وکړه، چې له ډلې یې نن رسماً د یوې میاشتې لپاره لس زره (۱۰۵۰۰) لیټره تیل ورته وسپارل.