د فراه ولایت شریعت ږغ راډیو اوملی تلویزیون آمریت له لمریزې بریښنا څخه برخمن شو.

د فراه ولایت، مقام په مالي ملاتړ دشریعت ږغ راډیو اوملی تلویزیون آمریت، له لمریزې بریښنا څخه د دوه نیم لکه (۲۵۰۰۰۰) افغانیو په لګښت سره برخمن شو. په یاد آمریت کې د لمریزې بریښنا د پرانیستې په مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم “جهادیار” د وینا پر مهال له دي […]

د فراه ولایت، مقام په مالي ملاتړ دشریعت ږغ راډیو اوملی تلویزیون آمریت، له لمریزې بریښنا څخه د دوه نیم لکه (۲۵۰۰۰۰) افغانیو په لګښت سره برخمن شو.

په یاد آمریت کې د لمریزې بریښنا د پرانیستې په مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم “جهادیار” د وینا پر مهال له دي آمریت او په ځانګړې توګه له رسنیو سره د نورو مرستو د چمتوالي او ژمنتیا ډاډ ورکړل.

ښاغلي “جهادیار” رسنۍ د نظام له ژبې سره مشابه کړې او ویې ویل، چې رسنۍ زموږ د نظام ژبه ده، موږ د خپلې ژبې د ساتنې لپاره له هیڅ ډول هلو ځلو څخه دریغ نه کوو.

د ولایت مقام مرستیال والي ښاغلي “جهادیار” د لمریزې بریښنا د پرانیستې په اخیرنیو شیبو کې د شریعت ږغ راډیو اوملی تلویزیون ده امنیتي ساتونکو او خبریالانو سره نغدي مرسته وکړه

د یادونې وړ ده، چې له وروستیو بدلونونو او اقتصادي بحران سره یاد آمریت او رسنیزې چارې یې د بریښنا له ګڼو ستونزو سره مخ وي. په پای کي ده شریعت ږغ راډیو اوملی تلویزیون آمر قاري بدرالدین ده ولایت مقام له همکاری څخه مننه وکړه او دایي یوه لاسته راوړنه وبلل ښاغلي بدرالدین وویل چي اوس به زموږ ده راډیو نشرات پوره ۸ساعته دوام وکړي