نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن چهارشنبه فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست، په انګړ کې د مسجد رغولو د پرانیستې په مراسمو کې، د دې ریاست د رئیس حاجي ملا عبدالسلام “هجرت” په ګډون د حج اوقافو او ارشادو ریاست، رئیس مفتي غلام رباني، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس مولوي عبدالحي “سباوون”، د ملي تلویزیون او […]
نن چهارشنبه فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست، په انګړ کې د مسجد رغولو د پرانیستې په مراسمو کې، د دې ریاست د رئیس حاجي ملا عبدالسلام “هجرت” په ګډون د حج اوقافو او ارشادو ریاست، رئیس مفتي غلام رباني، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس مولوي عبدالحي “سباوون”، د ملي تلویزیون او شریعت غږ راډیو آمر قاري بدرالدین او ګڼو خبریالانو هم ګډون درلود.
یاد مسجد پر ۱۰ متر مربع ځمکې د پنځه لکه (۵۰۰۰۰۰) افغانیو په لګښت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له پرمختیایې بودجې څخه جوړېږي. د ملا عبدالسلام “هجرت” په وینا یاد مسجد پر ۱۰ متر مربع ځمکې، د یوې میاشتې په ترڅ کې، د پنځه لکه (۵۰۰۰۰۰) افغانیو په لګښت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له پرمختیایې بودجې څخه په عصري او اساسي توګه سره رغول کېږي، ده زیاته کړه، چې زموږ ریاست غټ ریاست دی، موږ د لمانځه د ادا کولو لپاره کوم ځانګړی ځای نه درلود، نو پر همدې اساس او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ښاغلي وزیر صاحب د لارښوونو اړوند مو د دې مسجد د رغولو تکل وکړل.
بل خوا د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس مولوي صاحب عبدالحی “سباوون” پر ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو باندې د دینې، فرهنګي، سپورټي مرکزونو، لویو لارو او نورو خیریه بنسټونو د رغولو او هڅولو غږ وکړ، ده زیاته کړه، چې د دې هیواد هر مسؤل، غیري مسؤل، شتمن او عام وګړي باید د هیواد په ودانو او په پښو درولو کې رغنده ونډه واخلي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.