د فراه ولایت د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د امنیتي چمتوالي (تدابیرو ) غونډه ترسره شوه

    د فراه ولایت امنیه قوماندان ملا نعمت الله “معصوم” په خپل کاري دفتر کې د دې ولایت د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو او امنیتي مسؤلینو سره وکتل.   لومړی د فراه ولایت امنیه قوماندان د ولسوالیو قوماندانانو ته ښه راغلاست وویل او بیا یې د هغوی کاري راپورونه او امنیتي پلانونه واورېدل او […]

 

 

د فراه ولایت امنیه قوماندان ملا نعمت الله “معصوم” په خپل کاري دفتر کې د دې ولایت د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو او امنیتي مسؤلینو سره وکتل.

 

لومړی د فراه ولایت امنیه قوماندان د ولسوالیو قوماندانانو ته ښه راغلاست وویل او بیا یې د هغوی کاري راپورونه او امنیتي پلانونه واورېدل او د ولسوالیو امنیه قوماندانانو د خپلو کاري برخو یو شمېر ستونزې له امنیه قوماندان سره شریکې کړې.

 

د فراه امنیه قوماندان د امنیتي ځواکونو د کار ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی ستونزې به ژر تر ژره حل کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د ولسونو د چوپړ په برخه کې به هر ډول هڅې وکړي او د ولسوالیو امنیه قوماندانانو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.