د فراه ولایت د والي تر رهبرۍ لاندې د اداري غونډې جوړه شوه

  نن د فراه ولایت د والي تر رهبرۍ لاندې ادارې غونډه، د ولایت مقام مرستیال او د بیلا بېلو ادارو رئیسانو په ګډون د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه. غونډه ده قرآن په مبارکو ایاتو پیل سوه لومړی د فراه والي د بیلا بېلو مسائلو په اړه خبرې وکړي او […]

 

نن د فراه ولایت د والي تر رهبرۍ لاندې ادارې غونډه، د ولایت مقام مرستیال او د بیلا بېلو ادارو رئیسانو په ګډون د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

غونډه ده قرآن په مبارکو ایاتو پیل سوه لومړی د فراه والي د بیلا بېلو مسائلو په اړه خبرې وکړي او د ټولو ادارو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د فراه شریف ولس ته د غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو لپاره په ټینګه چمتوالی ونیسئ، ده همدارنګه د نورو ادارو له مسؤلینو څخه د دوی په کارونو کې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.

له دي څخه وروسته د اجنډا اړوند د بیلا بېلو ادارو د وړاندیزونو په اړه د غونډې د ګډونوالو له خوا بحث وشو خپل ټول خدمات یي والي صاحب ته وړاندي کړه او لازم چمتوالی ونیول شو. او وویل سوه چي په اینده کي به ټول اداري مجلس ته پر وخت حاضر وي تر څو مو په کارونو کي نور هم هماهنګي زیاته سي

دغونډي په اخیر کي شیخ رحماني صاحب دوعا وکړه او غونډه پای ته ورسیده