نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د فراه ولایت امنیه قوماندان حاجي ملا نعمت الله “معصوم” د دغه ولایت د قلعه کاه ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مخورو سره وکتل. په پیل کې د فراه ولایت امنیه قوماندان د علماو، مشرانو او ښوونکو هرکلی وکړ او بیا یې د هغوی ستونزې او ننګونې واورېدې. د […]
نن د فراه ولایت امنیه قوماندان حاجي ملا نعمت الله “معصوم” د دغه ولایت د قلعه کاه ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مخورو سره وکتل.
په پیل کې د فراه ولایت امنیه قوماندان د علماو، مشرانو او ښوونکو هرکلی وکړ او بیا یې د هغوی ستونزې او ننګونې واورېدې.
د فراه ولایت د قلعه کاه ولسوالۍ علماوو او مشرانو د فراه قوماندانۍ د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل؛ چې موږ د پوهنې، کرهڼې او د میل ۷۸ یا شیخ ابو نصر فراهي بندر د کارکونکو په برخه کې د سیمه ییزو چارواکو د ګړندۍ پاملرنې غوښتونکي یو. دوی زياته کړه، چې موږ اوس په يوه سوله ييز هېواد کې یو، چارواکي بايد نورو مسايلو؛ لکه: پوهنې، کرهڼې او ښاريانو ته د کار پيدا کولو په برخه کې ځانکړې پاملرنه وکړي.
د فراه ولايت امنيه قوماندان، قوماندانۍ ته د دوى له راتګ څخه خوښې څرګنده کړه او ويې ويل، چې د خلکو همکاري د امنيت په ټېنګښت کې اړېن رول لري ښاغلي معصوم پوره ډاډ ورکړل، چې ستاسو د ستونزو د هواري لپاره به ګړندۍ هڅې وکړو
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.