نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د فراه ولایت والي، ښاغلي ملا نورمحمد “روحاني” صاحب، په داسې حال کې د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر ته سفر وکړل، چې د دې ولایت ګڼو لوړ پوړو پلاو هم ورسره ملتیا کوله، والي لومړی د دې بندر د سړک له رغنېزو چارو څخه لیدنه وکړه، ده د یاد سړک ټول […]
نن د فراه ولایت والي، ښاغلي ملا نورمحمد “روحاني” صاحب، په داسې حال کې د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر ته سفر وکړل، چې د دې ولایت ګڼو لوړ پوړو پلاو هم ورسره ملتیا کوله، والي لومړی د دې بندر د سړک له رغنېزو چارو څخه لیدنه وکړه، ده د یاد سړک ټول کاري پرسونل، وسایل او رغنېزې چارې وڅېړلې.
د فراه ولایت والي، د شیخ ابونصر فراهي په بندر کې د ګمرک ریاست له مسؤلینو، د نفتي، ساختماني، ترباري او د بېلا بیلو توکو له سوداګرو سره ولیدل.
د فراه والي ښاغلي “روحاني” د ګمرک ریاست له ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست د ګمرکي چوپړتیاوو وړاندې کولو پروسه یې وڅیړله.
د فراه والي د دغه ولایت د ګمرک له رئیس او یو شمیر ملي سوداګرو سره خبرې وکړي، د دوی اړوند خنډونه او ستونزې یې واوریدلې، ده د ګمرک ریاست، رئیس ته لارښوونه وکړه، چې ښه مدیریت او د نظام پیاوړتیا، مثبتو بدلونونو، ټولو ګمرکي او سوداګرېزو چارو ته ګړندۍ پاملرنه وکړي.
د فراه والي همدارنګه زیاته کړه، چې د سیمه ییزې ادارې یو له لومړیتوبونو څخه په دې ولایت کې د ګمرک د پام وړ وده او پرمختګ دی او پدې برخه کې باید لازم اقدامات ترسره شي.
د دې لیدنې په اخیرنیو شېبو کې د ګمرک ریاست مسؤلینو او ملي سوداګرو پر بېلا بیلو موضوعاتو باندې خبرې وکړي، دوی ټولو خپلې ټولې لاسته راوړنې او ستونزې والي صاحب ته واورولې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.