نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
۱۴۴۳/۸/۵ نن سه شنبه د فراه ولایت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس الحاج مولوي عبدالغفار “رحماني” د دې ولايت د امنیه قوماندانۍ له اداري کارکوونکو سره وکتل. په نننۍ غونډه کې د امنیه قوماندانۍ ټولو اداري کارکوونکو ګډون درلود، دوی له یو بل سره د همکارۍ په اړه لنډې خبرې وکړي. […]
۱۴۴۳/۸/۵
نن سه شنبه د فراه ولایت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس الحاج مولوي عبدالغفار “رحماني” د دې ولايت د امنیه قوماندانۍ له اداري کارکوونکو سره وکتل.
په نننۍ غونډه کې د امنیه قوماندانۍ ټولو اداري کارکوونکو ګډون درلود، دوی له یو بل سره د همکارۍ په اړه لنډې خبرې وکړي.
د غونډې ګډونوالو ته د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئیس ښاغلي مولوي “رحماني” صاحب د امر باالمعروف او نهي عن المنکر محترم وزارت پنځه پیغامونه په لنډو ټکو کې واورول، ده همدارنګه د دې اړینو پیغامونو پر لاره اچولو باندې په ټېنګه توګه ټینګار وکړل.
ښاغلي “رحماني” په لاندې توګه پیغامونو ته نغوته وکړه:
۱:- ټول اداري کارمندان مکلف دي چې د نبوي سنتو سره سم ځانونه تنظیم کړي.
۲:- ټولې ښځینه کارکونکې باید د کار ځای ته د شرعی حجاب سره ننوځی.
۳:- هغه کارکوونکي چې ښځې دي باید په جلا څانګه کې کار وکړي.
۴:- ټول اداري کارکوونکي به په جماعت کې حاضر وي.
۵:- ښځینه مراجعین باید دیني حجاب ولري، کنه عریضې نه منل کیږي.
د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ښاغلي رئیس همدرانګه وویل، کله چې موږ د خپلو خلکو چوپړ کوو، باید له الهي احکامو سره په ټکر کې نه وي.
دفراه ولايت داطلاعات اوکلتور رياست خبري څانګه باختر آژانس
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.