نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په فراه ولایت کې له وروستیو بدلونونو را په دیخوا، د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د څلورم ځل لپاره د سیستان میاشتنۍ جریده شاوخوا (۲۰۰) نسخې د چاپ په ګاڼه سمبال او د درنو لوستونکو مخته د لوستنې په موخه وړاندې شوې. د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، […]
په فراه ولایت کې له وروستیو بدلونونو را په دیخوا، د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د څلورم ځل لپاره د سیستان میاشتنۍ جریده شاوخوا (۲۰۰) نسخې د چاپ په ګاڼه سمبال او د درنو لوستونکو مخته د لوستنې په موخه وړاندې شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رئیس ښاغلي مولوي صاحب عبدالحی “سباوون” باختر خبري آژانس ته د دې جریدې د ارزښت، خپرېدو او لرغونتوب په اړه وویل،
چې په هر هیواد کې تاریخي، لرغوني، فرهنگي او د میړنو د کارنامو اثار شته، چې د دې اثارو ژوندي ساتل او پالنه، کله د قلم، کتابونو او کله هم په فزیکي توګه سره وي، خو له رسنېز ډګر څخه یې خپرېدنه او تر خلکو پورې رسونه یې خورا ښه بریښېدلې ده، چې موږ په دي لړ کې د سیستان جریده را وړاندې کولای شو، چې یاده جریده د فراه ولایت د فرهنگي اثارو ساتنه په خپلو تلپاتو پاڼو سره کوي او له اسلامي ثقافت، اصلاحي بیانونو، خبري او تفریحي خپرونو او خبرونو څخه برخمنه لمن یې د هیواد ګوډ ګوډ ته غزولې ده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.