د فراه ولایت، په خاکسفید ولسوالي باندې د کمونیستانو یرغل او د حاجي ملا شهزاده “بريالي” د سترګو لیدلی حال.

فراه ولايت تاريخي ورځ ده ۱۳۵۷/۱۲/۲۲هجري شمسي حوت   ښاغلی “شهزاده بريالی” خپل د سترګو لیدلې حال کیسه داسې بیانوې: شاوخوا ۴۳ کاله وړاندې، په همدې ورځ، کله چې کمونیستي پوځیانو پر خاکسفید ولسوالي باندې یرغل وکړ، نو سم لاسي یې پر وړاندې د دې ولسوالي زړورو او اتلو اولسونو او وګړو، سر تا سري […]

فراه ولايت تاريخي ورځ
ده ۱۳۵۷/۱۲/۲۲هجري شمسي حوت

 

ښاغلی “شهزاده بريالی” خپل د سترګو لیدلې حال کیسه داسې بیانوې:

شاوخوا ۴۳ کاله وړاندې، په همدې ورځ، کله چې کمونیستي پوځیانو پر خاکسفید ولسوالي باندې یرغل وکړ، نو سم لاسي یې پر وړاندې د دې ولسوالي زړورو او اتلو اولسونو او وګړو، سر تا سري ولسي پاڅون او جهاد اعلان کړل.

هو! زما ښه په یاد دي، موږ واړه او تنکي ځوانان وو، هره ورځ به مو له کتابونو، کتابچو، درسي توکو، ډوډۍ او شلومبو څخه ډک بکسونه شاته اچولي وه، په سهارنۍ ښکلې هوا کې به غاړه غړۍ له خپلو ټولګیوالو او همزولو سره جوړه جوړه او ډلې ډلې لکه د پسرلي زاڼې ښوونځي ته روان وو، دا کار زموږ لپاره هر وخت تکراري وه، موږ خبر نه وو، چې يوه داسې ورځ به راشي، چې بیا به نه موږ یو او نه هم زموږ دا ډلګۍ.

هو! ژوند دی داسې وخت هم راغی، چې زموږ ټولې هیلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې شوه، یوه ورځ راته وویل شو، چې نن ښوونځي ته مه ځئ، موږ حک حیران پاتې شوه، یو بل ته مو د سترګو تر کونجونو وکتل، ډیر ناهیلې شوه، ورپسې مو ور غبرګه کړه، چې ولي؟ چې د ولي په ځواب کې سم لاسي راته وویل شول؛ چې د ښوونځي پر ځای سبا غره ته ځو او د کمونیستانو پر وړاندې جنګېږو، کله چې سهار شو، هر چا د ولسوالي پر لوري له یوم ( بیلچې)، کولنګ او نورو کورنیو وسایلو سره، په ډیره چټکۍ سره منډې وهلې، هغه وخت سلاوې (اسلحې) کمې وي، په هر کلي کې د ګوتو په شمار یو یا دوه میله وي، جنګ پیل شو، دا چې پر ځوانانو او نورو ښاغلو کې ایماني او هیوادنۍ جذبه ګرمه او وینه یې په خوټېدا (جوش) راغلې وه، تر نهو بجو پورې مو ولسوالي ونیوله.

لومړنی شهید مو ښاغلی حاجي عبدالرحیم خان له لاسه ورکړل، زما په فکر دا به په ټول افغانستان کې لومړنی شهید وي، چې د کمونیستانو پر وړاندې یې د الله (جل جلاله) تر دین او تر مظلوم ولس ځان قربان کړل، ورپسې مو دویم پیاوړی کس ښاغلی “محمد” له لاسه ورکړل، ده ښاغلي هم د شهادت جام نوش او شهادت ته یې ښه راغلاست وویل، موږ پر دي وخت کې د ولسوالۍ ټوله سلاء ونیوله او مجاهدینو ته مو یووړه، پر دې وخت کې سخت بمبار شروع وه، الوتکې ډیرې ګړندۍ او ښکته ګرځيدې، شاوخوا سیمه یې بمبارې کړه، له بمبارې سم د ښار له خوا د مرستې لپاره قوه راغله.

قوې ته به چې هر څو پر مخ ورتل، هغه به یې نیول، ولي سیوا له خاکسفید ولسوالي څخه د ولایت په نورو اړوندو ولسوالیو کې کار پیل نشو، موږ یوازې وو، چې پر همدې ورځ مو شاوخوا څلویښت (۴۰) تنه شهیدان ورکړل، ډیری کورونه کډوالۍ ته اړ شوه، دوی لومړی په ډیر زیار او تکلیف سره جیجې نومي کلي ته ځانونه ورسول او بیا له هغه ځایه ګاونډ هیواد ایران ته ولاړل.