د فراه ولایت، امنیه قومندان د جوین ولسوالي له یو شمیر مشرانو سره وکتل

د فراه ولایت امنیه قوماندان حاجي  ملا نعمت الله “معصوم” نن په خپل کار دفتر کې د فراه ولایت د جوین ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل. د فراه ولایت د جوین ولسوالي مشرانو په دې ولسوالي کې، د امنیت د ټېنګښت په پار له امنیتي ځواکونو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې […]

د فراه ولایت امنیه قوماندان حاجي  ملا نعمت الله “معصوم” نن په خپل کار دفتر کې د فراه ولایت د جوین ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

د فراه ولایت د جوین ولسوالي مشرانو په دې ولسوالي کې، د امنیت د ټېنګښت په پار له امنیتي ځواکونو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ټولنې د ثبات لپاره له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار یو، دوی همدارنګه خپلې ستونزې او ننګونې له امنیه قوماندان صاحب سره شریکې کړي او زیاته یې کړه، چې زموږ په سیمه کې ډیرو خلکو د ځمکو په غصبولو لاس پورې کړی دی، چې د دې کار درول ډیر اړین دی.

د فراه ولايت امنيه قوماندان هم ددوى له ليدنې څخه خوښې څرګنده کړه او ويې ويل؛ چې ولسونو تل له موږ سره همکاري کړې ده او موږ د دوى له همکارۍ څخه د زړه له تله مننه کوو او د امنيت د ټينګښت لپاره د خلکو همکارۍ ته اړتيا ده. نوموړي زیاته کده، چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په زوره ځمکه غصب کړي او امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو خدمت کوي.