نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ــــــــ نن سه شنبه ۱۹/۸/۱۴۴۳ هـ ق د فراه ولايت د امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست رئيس ښاغلي مولوي عبدالغفار رحماني صاحب د فراه ولايت لوړو زده کړو مؤسسې څخه ليدنه وکړه. په ياده ليدنه کي چي ګڼ شمير نورو علماء کرامو يې هم ملتيا کوله د فراه ولايت په لوړو زده کړو مؤسسه […]
ــــــــ نن سه شنبه ۱۹/۸/۱۴۴۳ هـ ق د فراه ولايت د امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست رئيس ښاغلي مولوي عبدالغفار رحماني صاحب د فراه ولايت لوړو زده کړو مؤسسې څخه ليدنه وکړه. په ياده ليدنه کي چي ګڼ شمير نورو علماء کرامو يې هم ملتيا کوله د فراه ولايت په لوړو زده کړو مؤسسه کي يې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي مولوي نورالحق مظهري، ټول اداري پرسونل او استادانو سره وليدل او ټولو ته يې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د لائحې سره سم د حق او خير توصيه وکړه او د مشرتابه لخوا را رسېدلي لاندي پنځه موارد يې د ټولو سره شريک کړه: 1 – ټول اداري او کادري پرسونل بايد ځانونه پر نبوي سنت برابر کړي. 2 – ټول ښځينه کارکوونکي بايد کار ته په پوره حجاب کي راسي. 3 – ښځينه پرسونل بايد د نارينه پرسونل څخه جلا په بېلو اطاقونو کي کار وکړي. 4 – ټول اداري او کادري پرسونل بايد د لمانځه پر وخت لمونځ په جماعت باندي آداء کړي. 5 – ښځينه مراجعين بايد د مراجعې په وخت کي پوره اسلامي حجاب ولري، د نه حجاب په صورت کي يې عريضه ورڅخه نه اخيستل کيږي. په مقابل کي مولوي نورالحق مظهري صاحب د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست رئیس او راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او په اصلاحي برخه کي يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه. په آخر کي غونډه د مولوي نورالحق مظهري صاحب لخوا د دعائيې په کولو سره پای ته ورسېدل.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.