نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فراه والي پخپل کاري دفتر کې د اوړو او كود پلورونکو له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې د دغو توکو د پلور او کنټرول پر څرنګوالي خبرې وکړي. د غونډې په پيل کې سوداګرو خپلې شته ننګونې د ولايت له والي سره شريکې کړې او له هغه يې وغوښتل، چې د ګمرکي […]
د فراه والي پخپل کاري دفتر کې د اوړو او كود پلورونکو له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې د دغو توکو د پلور او کنټرول پر څرنګوالي خبرې وکړي.
د غونډې په پيل کې سوداګرو خپلې شته ننګونې د ولايت له والي سره شريکې کړې او له هغه يې وغوښتل، چې د ګمرکي تعرفو د کنټرول او د دغو توکو د لوړ کيفيت په برخه کې مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړي.
د فراه والي د دغو سوداګرو د خبرو له اورېدو وروسته د هر ډول ممکنه همکارۍ ژمنه وکړه او زياته يې کړه: هېڅ سوداګر بايد خپل توکي له ټاکلې بيه په لوړه بيه و نه پلوري. هغه زياته کړه، د ټولو خوراکي او غير خوراکي توکو د بيو د کنټرول په موخه د دوى له لوري ټاکل شوى ټيم د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې کار کوي او د سرغړونې په صورت کې به هر ډول سرغړونکي مجازات شي.
نوموړي د خپل خبرو په وروستيو کې هغوى ته وويل: د ولايت د ټولو اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره د والي دروازه خلاصه ده او هر وخت کولاى شي، چې خپلې شته ستونزې د ولايت له سيمه ييزې ادارې سره شريکې کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.