د فراه د مرکز او پنځو ولسوالیو د ښوونځیو ۷۵۰۰۰ تنه زده کوونکو ته د ودان مؤسسې له خوا د څښاک پاکو اوبو د څاه ګانو د کېندلو کار پیل شو.

په فراه ولایت کې د مرکز او پنځو هغو والسوالیو د ښوونځیو لپاره، چې په دي وروستیو وچکالیو کې د اوبو د نشتون له سختو ستونزو مخ دي، شاوخوا ۷۰ څاوې د ودان نړیوالې خیریه مؤسسې په مالي مرسته او د دې ولایت د پوهنې ریاست په ګډه همکارې جوړیږي، چې د دغو څاه ګانو […]

په فراه ولایت کې د مرکز او پنځو هغو والسوالیو د ښوونځیو لپاره، چې په دي وروستیو وچکالیو کې د اوبو د نشتون له سختو ستونزو مخ دي، شاوخوا ۷۰ څاوې د ودان نړیوالې خیریه مؤسسې په مالي مرسته او د دې ولایت د پوهنې ریاست په ګډه همکارې جوړیږي، چې د دغو څاه ګانو په جوړېدو سره به د نوموړو ښوونځیو د ۷۵۰۰۰ زره زده کوونکو د څښاک پاکو اوبو د نشتون ستونزه هواره شي.

د فراه د پوهنې رئیس مولوي صاحب اخترمحمد “زعیم” د یادو څاوو پر جوړولو خوښې څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې دا لړی د اوس لپاره ښه په چټکۍ سره روانه ده.