نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
۱۴۰۱/۱/۱۰ فراه باختر دغه غونډه چې د فراه ولایت مرکزي محبس د عمومي مدير ملا لعل محمد ذاکري په مشرۍ جوړه شوې وه، د محبس ټولو اړوندو مسوولينو په کې برخه اخيستې وه. غونډه د قران د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ښاغلي ذاکري وویل: د شته ستونزو د هواري […]
۱۴۰۱/۱/۱۰ فراه باختر
دغه غونډه چې د فراه ولایت مرکزي محبس د عمومي مدير ملا لعل محمد ذاکري په مشرۍ جوړه شوې وه، د محبس ټولو اړوندو مسوولينو په کې برخه اخيستې وه. غونډه د قران د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ښاغلي ذاکري وویل: د شته ستونزو د هواري لپاره باید د امارت هر مسوول په دقت سره کار وکړي. هغه زیاته کړه، هر لوړ رتبه مدیر مکلف دی، چې خپل تر لاس لاندې مدیران د دندو د ترسره کولو لپاره حاضر کړي، که نه نو ورسره به قانوني چلند وشي. هغه زیاته کړه چې دا نظام د امارت د شهیدانو په وینو جوړ شوی، که له تاسو څخه څوک د امارت د اصولو خلاف کار وکړي او په فساد کې ښکیل وي، محکمي ته معرفی کیږي، نو هیڅ څوک بیا حق د شکایت نه لري. ښاغلي ذاکري همداراز زیاته کړه چې زاڔه اونوي مدیران د دوی په اداره کې د اسلامي امارت د دیني احکامو په رعایت مکلف دي، او که دیني اوامرو ته پاملرنه نکوي د دندو ګوښه کيږي. په مقابل کې په غونډه کې ټولو حاضرو کارکوونکو د دغه مسوول د خبرو د بشپړ اطاعت خبر ورکړ او ویې ویل چې موږ هر یو د دې نظام تر چتر لاندې دنده لرو چې په صادقانه توګه ېې باید ترسره کړو. داطلاعات اوکلتور،ریاست. ۱۴۴۳/۸/۲۷ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.