د فراه د امنیه  قوماندان صاحب په مشرۍ د اداري غونډه ترسره شوه

نن ورځ د فراه ولایت امنیه قوماندان حاجی ملا نعمت الله “معصوم” په خپل کاري دفتر کې د دې قوماندانۍ له آمرینو او مدیرانو سره وکتل. په پیل کې غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې امنیه قوماندان آمرینو او مدیرانو ته ښه راغلاست وویل. آمرینو او مديرانو په […]

نن ورځ د فراه ولایت امنیه قوماندان حاجی ملا نعمت الله “معصوم” په خپل کاري دفتر کې د دې قوماندانۍ له آمرینو او مدیرانو سره وکتل.

په پیل کې غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې امنیه قوماندان آمرینو او مدیرانو ته ښه راغلاست وویل.

آمرینو او مديرانو په اداري غونډه کې خپل کاري راپورونه وړاندې کړل او د اداري دندو د لا ښه پرمختيا په موخه يې له امنيه قوماندان صاحب سره خبرې وکړې.

د فراه ولايت امنيه قوماندان د دغو منسوبينو د کار ستاينه وکړه او ويې ويل؛ چې د خپلو خلکو خدمت کول زموږ ټولو دنده ده، هغه همداشان د دندو د لا ښه پر مخ بیولو په موخه لازمې لارښوونې ورته وکړي