نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د فراه ولایت امنیه قوماندان الحاج ملا نعمت الله “معصوم” نن په خپل کاري دفتر کې د بند خونو د ادارې له یو لوړ پوړي پلاوي سره وکتل. د فراه ولایت امنیه قوماندان دوی ته د ښه راغلاست، ترڅنګ د دوی بیلا بېلې څرګندونې واوریدې. فراه ولايت د ښاري محکمې رئیس مولوي صاحب […]
نن د فراه ولایت امنیه قوماندان الحاج ملا نعمت الله “معصوم” نن په خپل کاري دفتر کې د بند خونو د ادارې له یو لوړ پوړي پلاوي سره وکتل.
د فراه ولایت امنیه قوماندان دوی ته د ښه راغلاست، ترڅنګ د دوی بیلا بېلې څرګندونې واوریدې.
فراه ولايت د ښاري محکمې رئیس مولوي صاحب قيام الدين “زاهد” په شتون کې یې وويل، چې د خلکو د حقوقو لپاره به په پوره پاملرنې او د اسلامي شريعت په رڼا کې چمتوالی نيسي او د هيچا حق به نه ضايع کېږي.
مولوي صاحب عبدالهادي چې په مالي “اخندزاده” مشهور دی، په فراه ولایت کې د بندیانو له ساتنې او پالنې څخه خوښې څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې له بندیانو سره د اصولو مطابق چلند کیږي او د فراه په بند خونه کې یې د دوی د منظمې پاملرنې او چوپړتیاوو څخه مننه وکړه. همدارنګه د دوی له خوا مسؤلین وهڅول شول او د ښې همغږۍ، د خپلو دندو او دندو د ښه ترسره کولو لپاره لازمې لارښوونې ورته وشوې.
د فراه ولایت امنیه قوماندان هم ډاډ ورکړ، چې په دې ولایت کې د جرمونو د مخنیوي لپاره په خپل ټول توان او تجهیزاتو سره کار کوو او زیاته یې کړه، چې د فراه ولایت د امنیت په ټينګښت کې زموږ د خلکو همکاري د قدر او ستایلو وړ ده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.