نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
۱۴۴۳/۷/۵ نن د فراه امنیه قوماندانۍ ملکي مرستیال حافظ عطاء الله “عمران” د کورنیو چارو وزارت له یوه څلور کسیز پلاوي سره د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ په مقام کې وکتل. غونډه د ټولو مدیرانو او آمرینو په حضور کې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او […]
۱۴۴۳/۷/۵
نن د فراه امنیه قوماندانۍ ملکي مرستیال حافظ عطاء الله “عمران” د کورنیو چارو وزارت له یوه څلور کسیز پلاوي سره د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ په مقام کې وکتل.
غونډه د ټولو مدیرانو او آمرینو په حضور کې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د فراه امنیه قوماندانۍ ملکي مرستیال حافظ عطاء الله “عمران” د کورنیو چارو وزارت محمد اصف شینواري په مشرۍ څلور کسیز پلاوي ته ښه راغلاست وویل.
په پیل کې د فراه د امنیه قوماندانۍ مدیرانو او آمرینو خپل کاري ګزارشونه وړاندې کړل او هم یې پلاوي ته خپلې ستونزې او ننګونې واورولې.
د کورنیو چارو وزارت څلور کسیز پلاوي د فراه د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له کړنو خوښې څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د ټولو منسوبینو ستونزې به واوري او د حل په موخه به یې جدي پاملرنه وکړي.
د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ملکي مرستيال له دوی سره په لیدنه خوښې څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د څارنې په برخه کې به له دوی سره بشپړه همکاري وکړي او د امنیه قوماندانۍ منسوبینو ته یې لارښوونه وکړه، چې له یاد پلاوي سره د اصولو اړوند همکاري وکړئ.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.