نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د نظارت او پاليسۍ معاونيت مرستيال د بېلابېلو غير مالياتي وزارتونو او ادارو له استازو سره د روان مالي کال د دوهمې ربعې د عوائدو د کسر په اړه غونډه وکړه. دغه غونډه چې نن چهارشنبه (ربيع الثاني ۲۰ مه) د چارو ادارې لوی رياست د […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د نظارت او پاليسۍ معاونيت مرستيال د بېلابېلو غير مالياتي وزارتونو او ادارو له استازو سره د روان مالي کال د دوهمې ربعې د عوائدو د کسر په اړه غونډه وکړه. دغه غونډه چې نن چهارشنبه (ربيع الثاني ۲۰ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د نظارت او پاليسۍ د مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ جوړه شوې وه، د قرانکريم په تلاوت پيل او ورپسې ښاغلي تائب مقدماتي خبرې وکړې. د ماليې وزارت د عوائدو عمومي رئيس معراج الدين معراج پخپلو خبرو کې د عوائدو په راټولولو ټينګار، په فزيکي توګه د عوائدو راټولولو په ځای د بيت المال واحد حساب ته د تحويل او همداراز يې د همغږۍ غوښتنه وکړه. په غونډه کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو مسوولينو د روان مالي کال د دوهمې ربعې د عوايدو د کسر په اړه معلومات او لاملونه يي وړاندې کړل. د چارو ادارې لوی رياست مرستيال مولوي سيف الدين تائب د وزارتونو او ادارو د استازو ستونزو اورېدلو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به په تدريجي توګه حل شي او زياته يې کړه موږ ټول د نظام د اصلاح او پرمختګ هڅې کوو. مولوي سيف الدين تائب وويل؛ د وياړ ځای دی چې اوس د هېواد د مسائلو د حل په اړه خپله افغانان تصميم نيسي او په دې کې د بهرنيو فرمايشونه او اوامر نه منل کيږي. نوموړي وويل چې په هيواد کې امن راغلی، فساد له منځه تللی او موږ بايد د هېواد او هيوادوالو خدمت لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوو. دا غونډه هيواد او نظام ته د خير په دعا پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.