نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د غزني ولایت والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده او ورسره مل پلاوي د دې ولایت اړوند د رشیدانو او خواجه عمري ولسوالیو له نظامي او ملکي ادارو څخه لیدنه ترسره کړه تیره ورځ دوشنبه دمحترم والي صیب یادو ولسوالیو د سفر هدف یې د ولس او مجاهدینو د ستونزو او مشکلاتو اورېدل وه. په یاده […]
د غزني ولایت والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده او ورسره مل پلاوي د دې ولایت اړوند د رشیدانو او خواجه عمري ولسوالیو له نظامي او ملکي ادارو څخه لیدنه ترسره کړه
تیره ورځ دوشنبه دمحترم والي صیب یادو ولسوالیو د سفر هدف یې د ولس او مجاهدینو د ستونزو او مشکلاتو اورېدل وه.
په یاده لیدنه کې د دې ولسوالۍ د نظامي او ملکي ادارو مسوولینو خپلې لاسته راوړنې، ستونزې او غوښتنې له ښاغلي والي صاحب سره شریکي کړې.
همدارنګه د یاد ولایت والي مولوي محمد اسحاق( اخندزاده) د سیمي مسؤلینو او امنیتې سرتیرو ته ارزښتناکه وینا او لازمي سپارښتني واورولې.
د مسؤلینو او امنیتې سرتیرو د پام وړ هڅو د ستایني ترڅنګ یې مسؤلینو ته پر امنیت، د امیر المومنین د فرامینو پر تطبیق او له ولس سره پر ښه چلند ټینګار وکړ.
محترم والي صاحب د دې ولسوالیو ولس له اسلامي امارت سره د شل کلني جهادي مبارزې په دوران کې هر اړخیزي مرستي او قربانۍ وستایلې او مسؤلینو ته یې د ولس د هر اړخیز امنیت او د مشکلاتو د حل په موخه لازمي سپارښتني وکړې.
په اخېر کې یې د ولسوالیو مسؤلینو او امنیتې ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې په نږدې وخت کې د مرکزي ادارې په همکارۍ حل کړي.
۱۴۴۳/۷/۱۵
۱۴۰۰/۱۱/۲۷
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.