د غزني ولایت عامې روغتیا ریاست د البیروني تالار کې میاشتنی (PHCC) جلسه تر سره شوه

نن ورځ سه شنبه یاد ولایت د روغتیا ریاست کې میاشتنۍ جلسه دائره شوه یاده غونډه د قران ڪریم په مبارکو ایاتونو پېل له هغه وروسته د عامې روغتیا رئیس مولوي صاحب مصباح په یولړ موضوعاتو خبرې وڪړي په یاده غونډه کې د ولایت روغتون نماینده، حوزوي روغتون نماینده او ولایت کې د صحت په […]

نن ورځ سه شنبه یاد ولایت د روغتیا ریاست کې میاشتنۍ جلسه دائره شوه یاده غونډه د قران ڪریم په مبارکو ایاتونو پېل له هغه وروسته د عامې روغتیا رئیس مولوي صاحب مصباح په یولړ موضوعاتو خبرې وڪړي په یاده غونډه کې د ولایت روغتون نماینده، حوزوي روغتون نماینده او ولایت کې د صحت په برخه کې همکارو مؤسیساتو نماینده ګانو ګډون درلود.

جلسه کې د خصوصي او دولتي سکتور او د واکسین تر پوښښ لاندې ساحو د نظارت راپور، په بعضو ولسوالیو کې د روغتیايي مراڪزو د احداث غوښتنې او د مؤسیساتو د نماینده ګانو  راپورونه واورول شول.

جلسه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده

 

۱۴۴۳/۶/۱۵