د غزني ولايت د ارشاد، حج او اوقافو په رياست کې د تېر په څېر له علماوو سره يوه مشورتي غونډه وشوه.

پنجشنبه مورخ: ۱۶ /۶/ ۱۴۴۳ مطابق ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۰۰: غونډه د ياد رياست د غونډو په تالار کې د محترم رئيس، شيخ عبد المنان مدني صاحب په نظارت کې تر سره شوه. په غونډه کې د بېلابېلو “اهل التسنن” او “اهل التشيع” علماوو او پوهانو تر څنګ د اطلاعاتو دملي تلويزون محترم آمر (ځلاند) صاحب […]

پنجشنبه مورخ: ۱۶ /۶/ ۱۴۴۳ مطابق ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۰۰:
غونډه د ياد رياست د غونډو په تالار کې د محترم رئيس، شيخ عبد المنان مدني صاحب په نظارت کې تر سره شوه. په غونډه کې د بېلابېلو “اهل التسنن” او “اهل التشيع” علماوو او پوهانو تر څنګ د اطلاعاتو دملي تلويزون محترم آمر (ځلاند) صاحب هم ګډون کړی و. غونډه له معمول سره سم د قران کريم په سپېڅلو ايتونو سره پيل شوه، په لومړي پړاو کې د غزني ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رئيس، محترم (مدني) صاحب وينا وکړه. د وينا په اوږدو کې زياته کړه، چې علماوو تل د دين په لاره کې ستړياوې ګاللې او دا يې اسلامي دنده ده، بايد نورې ستړياوې هم وګالي. زموږ د اسلامي امارت وزيران، رئيسان، مديران، مامورين او عام مجاهدين ټول اسلامي اصولو ته ژمن دي، ټول د خپل استعداد پر اساس د همدې هيواد په بيا رغولو کې بوخت دي. درجه په درجه په هر شخص او فرد د خپلو مشرانو اطاعت اړين دی.
راغلو علماوو (شيخ نور محمد نعماني، صاحب، مفتي صاحب انس، د اهل التشيع په نمايندګي، صالحي) هم نوبت، په نوبت ويناوې وکړې، د ټولوراغلو علماوو د وينا پايله د اسلامي امارت د سپېڅلي نظام د ستاينې، پر مختګ، بقاء؛ د عام ولس د اصلاح او لا ښه سمون په اړه وې.
په پای کې د غونډې ځينو ګډونوالو يو لړ شکايت او ستونزې د رياست مقام ته وسپارلې، نږدې به اړوندو مراجعو ته وسپارل شي.
غونډه له معمول سره سم، په دعاء سره پای ته ورسېده.