نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ورځ دوشنبه چې د ۱۴۴۳/۵/۳۰ نېټې سره برابره ده، له غرمې مخکې د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده د wfp مؤسیسې اړوند د اضطراري او انکشافي برخې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه. په پیل کې د یادي مؤسیسې مسؤلینو په غزني ولایت کې د خپلې مؤسیسې لخوا د ترسره کړیو خدماتو، په […]
نن ورځ دوشنبه چې د ۱۴۴۳/۵/۳۰ نېټې سره برابره ده، له غرمې مخکې د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده د wfp مؤسیسې اړوند د اضطراري او انکشافي برخې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه.
په پیل کې د یادي مؤسیسې مسؤلینو په غزني ولایت کې د خپلې مؤسیسې لخوا د ترسره کړیو خدماتو، په راتلونکي کې په دې برخه کې د ورته کاري پلانونو ترڅنګ خپلي ستونزي د والي صاحب په حضور کې واورولې.
والي صاحب د دوی لخوا د ترسره کړیو مرستو، په راتلونکې کې د ورته کاري پلانونو د ستایني ترڅنګ د دوی د ستونزو د ژر حل او هر اړخیز امنیت ژمنه وکړه.
والي صاحب زیاته کړه: ( د ولس د اقتصادي ستونزو د اساسي حل په موخه باید ټولي خیریه مؤسیسې ولس ته د نقدي مرستو په ځای داسي پروژې ایجادي او ولایت ته راوړي چې د کار په بدل کې دوی ته مرستي ورکړل شي.)
همدارنګه د عمومي لارو د رغولو په برخه کې هم د پام وړ ژمني وکړي
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.